1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مصرۍ سندرغاړې د «جنسي پاروني» په تور زنداني سوه

۱۳۹۶ آذر ۲۲, چهارشنبه

مصرۍ سندرغاړې شايمه احمد، داسي موزيک ويډيو جوړه کړې چي پکښي يوازي تر کاليو لاندي جامې يې اغوستي دي. دغې ويډيو په مصر کي تاوده بحثونه او غوسه راپارولې.

https://p.dw.com/p/2pFmM
Screenshot Video youtube Shyma  Andy Zorof
انځور: youtube/Shyma

پر ۲۱ کلني مصرۍ سندرغاړې شايمه احمد، د دوو کلونو بند سزا راوتلې ده. دا له هغه وروسته چي هغه د موزيک په يوه ويډيو کي راڅرګنده سوه.

د قاهرې محکمې دغي سندرغاړي ته په دې تور د بند سزا واوروله چي په وينا يې د «جنسي پارونې» په ډکه ويډيو جوړولو او خپرولو سره يې «عامه اخلاقو» ته زيان رسولی دی. دغه سندرغاړي چي بل نوم يې شيما دی ۱۰ زره مصري پاونډو (۵۶۰ډالره) جريمه سوې هم ده.

مصر چي يو محافظه پاله اسلامي ټولنه بلله کيږي پکښي هغه وخت تاوده بحثونه راپورته سول، چي د شايمه احمد د موسيقۍ ويډيو خپره سوه. د «زه ستونزي لرم» په نوم دغه ويډيو په ټولنيزو رسنيو او د مصر په تلويزيونونو کي د تاوده بحثونو لامل سوه.

په دغه ويډيو کي ښودل کيږي چي شايمه احمد د يوې ټولګۍ د توري تختې مخ ته سندره وايي. پر دغه توره تخته جنسي سمبولونه رسم سوي دي. د دغې ويډيو په ځينو برخو کي شايمه احمد ښودل کيږي چي يوازي يې سينه بند يا د مېرمنو لاندنۍ جامې په تن دي او نوره لڅه ده.

د دې تر څنګ دغې سندرغاړي په دغه ويډيو کي داسي تنګي جامې هم اغوستي دي چي بدن ترې معلوميږي. د دې تر څنګ شايما په دغه ويډيو کي ښودل کيږي چي پر کيلو شيدې تويوي او بيا سپنه سوې کيله خوري.

شيما د ۲۰۱۷م کال د نوامبر مياشتي پر ۱۸مه نېټه د يادي ويډيو تر خپرېدو څلور ورځي وروسته ونيوله سوه. هغې دغه تورونه رد کړل او ويې ويل چي د ويډيو جوړونکي کس دغه صحنې د هغې بې اجازې دغه ويډيو کي اضافه کړي وې.

د محمد جمال په نوم کوم کس چي دغه ويډيو يې جوړه کړې، محکمې هغه ته د هغه په غياب کي د ۲ کالو بند سزا واوروله.

شيما د قاهرې د محکمې د دغې پرېکړي پر ضد د استناف محکمې ته مراجعه کړې ده.

AP,AFP(A.A/N.Z)
زموږ له آرشيف څخه (25.02.2017):