1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مصر او ترکیې گډ پوځي تمرینونه پیل کړي دي

۱۳۹۱ مهر ۱۸, سه‌شنبه
https://p.dw.com/p/16MhZ

د مصر او ترکیې سمندري پوځونو د یوې اونۍ له پاره د مدیترانې په سمندر کې گډ پوځي تمرینات پیل کړي دي. دغه خبر د دوشنبې په ورځ د مصر پوځي چارواکو ورکړی دئ. د مصر ولسمشر محمد مرسي له ترکیي سره د اړیکو د لا پسې پیاوړي کولو خبره کړې وه. مرسي د روان کال د جون په میاشت کې د دغه هیواد د ولسمشر په توگه ټاکل شوی دئ. دغه کلني گډ پوځي تمرینونه چې د سمندرۍ دوستۍ په نوم یادیږي د یکشنبې په ورځ پیل شوي دي او دا د دواړو هیوادونو د پوځي مانورونو څخه شمیرل کیږي.