1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مصر: د مبارک نزدې ملگرو ته برأت ورکولو احتجاجونه راپارولي دي

۱۳۹۱ خرداد ۱۴, یکشنبه
https://p.dw.com/p/157Bc

د مصر په بېلا بيلو ښارونو کي د محکمې د هغې پرېکړي پر ضد احتجاجونه تر سره سوي دي چي پکښي د پخواني ولسمشر حسني مبارک نزدې ملگرو ته برأت ورکړل سوی دئ. دغې محکمې د شنبې په ورځ حسني مبارک ته د عمري بند سزا اورولې وه، خو د هغه يو شمېر نزدې ملگري او چارواکي سې بې گناه بللي ول.

پر دوی د اختلاس او په ۲۰۱۱م کال د انقلاب په ترڅ کي د شاوخوا ۸۰۰ انسانانو د وژلو تور پورې شوی وو. يوازي د قاهرې په التحرير ډگر کي تقريبا لسو زرو انسانانو د محکمې د فيصلې پر ضد احتجاج وکړ. احتجاج کوونکو ويل چي حسني مبارک ته بايد د مرگ سزا اورول سوې وای. احتجاج کوونکو په خپلو نعرو کي دغه محکمه يوه ډرامه وبلله او د حسني مبارک له پاره ئې د اعدام غوښتنه کوله.