مصر: د ټاکنو کميسیون د نوماندانو له لست څخه د لسو تنو نومونه پاکوي
۱۳۹۱ فروردین ۳۰, چهارشنبهاعلان
د مصر د ټاکنو کميسیون پر خپل هغې پرېکړې باندې ټينګار وکړ چي د جمهوري رياست د ټاکنو له لست څخه د لسو نوماندانو نومونه راباسي. په هغو کسانو کې چې نومونه ئې له لیست څخه پاک شوي دي درې معتبره کانديدان هم شامل دي. چي يو ئې د استخباراتو پخوانی رئيس عمر سليمان، بل ئې د اخوان المسلمين کانديد خيرت الشاطر او دريم ئې د سلفيانو کانديد هاظم ابواسماعيل دئ.
د ابواسماعيل پلویانو د ټاکنو کميسون د مرکزي دفتر مخته په اعتراضونو لاس پورې کړی دئ. د مې پر ۲۳مه نیټه به بيا مصريان يو نوی جمهور رئیس وټاکي.