1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مصر: د ټولپوښتني غیر رسمي پایلې اعلان شوې

مسعود جهش (د آلمان خبري آژانس، فرانس پرس، رویترز)۱۳۹۱ دی ۳, یکشنبه

په مصر کې د نوي اساسي قانون د مسودې پر سر د ټولپوښتنې لومړنۍ غیر رسمي پایلې د یکشنبې په ورځ اعلان شوې. دغه پایلې ښیې چې ډیری مصریانو د اساسي قانون د دغې مسودې په حق کې مثبتې رایې ورکړې دي.

https://p.dw.com/p/178Cv
انځور: AP

د مصر دولتي تلویزیون ویلي دي چې شاوخوا ۷۱ سلنه هغو مصریانو چې د اساسي قانون د مسودې پر سر په ټولپوښتنه کې یې ګډون کړی وو د دې مسودې په حق کې مثبتې رایې ورکړي دي. لا تر اوسه پورې روښانه نه ده چې رسمې پایلې به کله اعلان شي.

ویل شوي دي چې په دغه ټولپوښتنه کې ډیری مصریانو ګډون کړی وو خو لا تر اوسه پورې په دې اړه دقیقې شمیرې په لاس کې نه شته. دغه ریفرندوم په دوو پړاونو کې تر سره شو. په دوهم پړاو کې د مصر د ۱۷ ولایتونو اوسیدونکو د اساسي قانون د مسودې په حق کې رایې ورکړې.

د مصر د ښی اړخو څارونکو ادعا کړې ده چې د ریفرندم پر مهال ځینې درغلۍ هم شوې دي. هغوی په دې برخه کې په ځینو سیمو کې د رای اچوني د مرکزونو ناوخته پرانیستل کیدو، د نوم ثبتولو په بهیر کې د بینظمیو او د اسلامپالو له خوا د رای اچونې پر مهال د کمپاین ترسره کیدو ته اشاره کړې ده.

په راتلونکو دوو میاشتو کې به پارلماني ټاکنې وشي

که د دغې ټول پوښتنې رسمي پایلې هم د اساسي قانون د وړاندیز شوې مسودې په حق کې وي، نو د دې قانون له مخې به په راتلونکو دوو میاشتو کې په مصر کې پارلماني ټاکنې ترسره شي.

د مصر اپوزیسیون د دې هیواد پر ولسمشر محمد مرسي باندي تور لګولی دی چې د اساسي قانون په مسوده کې یې پر داسې موضوعګانو باندې ټینګار کړی دی چې د اسلامپالو په ګټه او د اقلیتونو او ښځو پر ضد دي. دا په داسې حال کې ده چې د مرسي پلویان بیا ادعا کوي چې د اساسي قانون دغه مسوده به په مصر کې د ديموکراسي له راتلو سره مرسته کوي.

رای ورکوونکي وایي چې هغوی هیله لري چې د ریفرندوم پایلي به په مصر کې ثبات رامنځ ته کړي. دا په داسې حال کې ده چې د مصر د آزادو مصریانو لیبرال ګوند مشر وویل چې کیدای شي په مصر کې نوره ناآرامي هم رامنځ ته شي.

د ریفریندم تر پای ته رسیدو یوازې څو ساعته دمخه د مصر د ولسمشر لومړي مرستیال خپله استعفا اعلان کړه. هغه وویل چې خپل ځان د سیاست په ډګر کې ښه نه احساسوي. دا په داسې حال کې ده چې د مصر د وړاندیز شوي اساسي قانون د مسودې له مخې به په دې هیواد کې د ولسمشر د مرستیال دنده له منځه ولاړه شي.

په همدې حال کې د مصر ولسمشر محمد مرسي، د خپل هیواد د پارلمان د «شورا  مجلس» ۹۰ غړي معرفي کړل. دغه شورا ۲۷۰ غړي لري چې د روان کال په لومړمیو میاشتو کې یې دوې برخې وټاکل شوې. اوس چې مرسي د شورا پاتې ۹۰ غړي معرفي کړي دي د دې شورا غړي بشپړ شول. ویل کیږي چې مرسي د دغو ۹۰ کسانو په ډله کې ډیری لیبرال او غیر اسلامپاله سیاستوال هم شامل کړي دي‎.