مصر نه غواړي نور اسرائیلو ته ګاز انتقال کړي
۱۳۹۱ اردیبهشت ۴, دوشنبهاعلان
د اسرائیلو او مصریانو تر منځ نوې لانجه راپیدا سوي ده. د مصر د ګازو ملي ادارې خبر ورکړی دئ چي د اسرائیلو سره به د ګازو د انتقال په اړه تړون له منځه یوسي. د هغه علت دادئ چي په تړون کي راغلي موافقې نه دي مراعات سوي. خو د ګازو د وزارت له خوا بیا ویل کیږي چي د سینای په نیمه ټاپو کي د ګازو پر پایپ لاین باندی پرله پسې بریدونه هم د هغه علت شمېرل کیږي. مصریانو تر اوسه پوري د ګازو په لېږدولو سره د اسرائیلو۴۰ فیصده پوره کوله. په اسرائیل کي حکومت تر دوبي پوري د برېښنا د قطع کېدو خبرداری ورکړی دئ.