1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مصر: په مظاهرو کې تاوتریخوالی شوی دی

نسیم صابر (Reuters, AFP, AP, dpa)۱۳۹۱ بهمن ۱۴, شنبه

احتجاج کوونکو د جمعې په ورځ د مصر د اسلامپاله ولسمشر پر ضد شعارونه ورکول او د هغه پر ماڼۍ باندې یې تيږې او بوتلي بمونه غورځول. امنیتي ځواکونو هم د هغوی پر وړاندې له اوښکې بهوونکي ګاز او اوبو څخه کار اخیستی دی.

https://p.dw.com/p/17Wxl
انځور: Reuters

په دې ترتیب سره له يوې اوونۍ راهيسې جاري سياسي تشدد د مصر د ولسمشر محمد مرسي، دروازې ته ورسېد. د ولسمشر د ماڼۍ په شاوخوا کوڅو کې تر نيمې شپې پورې د آخ و ډب پېښې رامنځ ته شوي دي.

امنيتي ځواکونو د مظاهره کوونکو پر ضد له اوښکې بهونکي ګاز څخه کار اخیستی او د هغوی کېږديو ته يې اور ورته کړی دی. په دې ترڅ کې امنیتي ځواکونو يو تن لاريون کوونکی پر ځمکه غورځولی او د هغه د جامو تر ایستلو وروسته یې سخت وهلی دی.

د مصر د روغتیا وزارت ویلي دي چې په وروستیو مظاهرو کې يو ۲۳ کلن سړی په سينه او سر تر ويشتل کیدو وروسته وژل شوی دی.

کله چې د ولسمشری پر ماڼۍ باندې برید وشو نو مرسي هلته حاضر نه وو. د وروستیو مظاهرو غوښتنه د مورسي مخالفو سياستوالو کړې ده چې غواړي له دې لارې پر هغه باندې سیاسي فشار راوړي او ګټې تر لاسه کړي.

په دې ترڅ کې تر اوسه پورې په مظاهرو، نښتو او ناکراريو کې ۶۰ انسانان وژل شوي دي. ډېر احتجاج کوونکي بيا نورې غوښتنې هم لري او وايي چې مرسي بايد له خپلې دندې څخه لېرې شي. هغوی د هغه پر اخوان المسلمين ګوند باندې تور لګوي چې د واک انحصار يې رامنځ ته کړی او په هېواد کې د خلکو اندېښنو ته سمه پاملرنه نه کوي.

ډېر خلک له دې کبله په غوسه دي چې که څه هم په وروستیو مظاهرو کې ډیر کسان وژل شوي دي خو بیا هم مرسي د خپلو امنيتي ځواکونو ستاينه کړې ده. داسې ويل کيږي چې امنیتي ځواکونو له ډېر زور څخه کار اخلي.

د جمعې د ورځې ناکرارۍ دا خطر هم رامنځ ته کولای شي چې مورسي او ګوند یې خپل سیاسي اپوزیسیون تخریب کاری او تشدد ته لېواله وبولي. د نښتو په ترڅ کې داسې يوه ويناپاڼه خپره شوه چې مرسي په کې پر احتجاج کوونکو تور لګولی دی چې هڅه کوي په زور ماڼۍ ته ننوځي. هغه په خپله وینا کې «سياسي جبهې چې د خلکو په راپارونه کې ښکېل دي» د تاوتريخوالي مسوولې بللې دي. مرسي پر ټولو ګوندونو غږ کړی دی چې تشدد وغندي. هغه ویلي دي چې امنيتي ځواکونه به د دولتي مؤسساتو په ساتنه کې «قاطع عمل وکړي.»

تر دې یوه ورځ مخکې د مخالفو ګوندونو مخکښو څېرو د لومړي ځل له پاره له اخوانيانو سره کتلي وو او د يو جوړ جاړي او له تاوتريخوالي څخه د لاس اخيستلو په اړه يې توافق کړی وو.

د مرسي ضد نورو فعالينو بیا پر دغې موضوع باندې نيوکې کړې وې او ويلي یې وو چې دغو سياستوالو له اخوانيانو سره مرسته کړې او دې ته يې لاره هواره کړې ده چې دولت د دوی پر وړاندې له تاوتريخوالي څخه ګټه واخلي.

نښتې هغه مهال پیل شوې چې په سلګونو کسانو د ولسمشرۍ ماڼۍ په لور لاريون پيل کړ او داسې شعارونه يې ورکول چې «خلک د رژيم نسکورېدل غواړي» او «ولاړ شه مرسي، ولاړ شه.»

امنيتي ځواکونو بیا دغو کسانو ته اجازه ورکړه چې یوازې د ولسمشرۍ ماڼۍ تر عمومي دروازې پورې مخکې راشي. حالات هغه وخت کړکیچن شول چې مظاهره کوونکو بوتلې بمونه وکارول او هڅه یې وکړه چې ماڼې ته ننوځي.