1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مصنوي هوښ له غوښي او پوست سره

۱۳۹۵ اسفند ۱۶, دوشنبه

د اکسفورد پوهنتون څېړونکو د داسې روباتونو د جوړښت غوښتنه کړې ده، چې پرې د انسان پوست او حجرې خورې وي. هغوی ویلي چې انسان ته د ورته روباتونو د تولید تکنالوژي موجوده ده او باید تولید یې پیل شي.

https://p.dw.com/p/2YhVu
Filmstill Ex Machina Alicia Vikander
انځور: picture-alliance/AP Photo/A24 Films

د اکسفورد پوهنتون دوو څېړونکو پیرالکسیس موتوي او اندریو کار، په «ساینس رباتیکس» مجله کې یو مقاله لیکلې ده او هلته یې استدلال کړی دی چې انسان ته ورته روباتونه ښايي هغه ابراز ویي چې د پوست د حجرو د تولید له پاره اړین دي.

اوس د انسان د پوست حجرې په «بیو رآکتورونو» کې روزل کیږي. ستونزه دا ده چې دغه حجرې په هغه صورت کې ښه وده کوي چې د انسا سلکيټ ته پر ورته میکانیزم خپري وي او حرکت ولري. «بیو رآکتورونه» انسان ته ورته سکليټ او حرکت نه لري.

له همدې کبله په لابراتوارونو کې تولید شوي پوستونه او عضلې عصبې سترس او کششونه نه تجربه کوي، او کولای نه شي چې د انسان د پوست په شان منعطف وي.

د آکسفورد پوهنتون څیړونکو سپارښتنه کړې ده چې دغه ستونزه انسان ته ورته روباتونه حلولی شي. هغوی وایي چې کیدای شي له انسان ته ورته روباتونو څخه بیوراکتورونه جوړ شي.

له دې کبله چې دغه روباتونه انسان ته ورته سکليټ لري نو کیدای شي د حجرو له طبیعي رشد سره ډیره مرسته وکړي. هغوی ویلي دي چې په راتلونکې کې کیدای شي له هغه پوسته چې د دغو روباتونو پر سر رشد کوي، په انسانانو کې کار واخیستل شي.

هغه بیورآکتورونه چې د دې کار له پاره جوړیږي، د الکترو اکتیو پلیمرونو له جنسه به وي او له داسي روباتونو به ډک شي چې له نرم مهیچو جوړ شوي وي.

پر دې سربیره په دغو روباتونو کې نرم او د کش وړ «سنسرونه» نصب شي، چې د پوست د روغتیا څارنه به کوي. داسې انګیرل کیږي چې د دغو روباتونو حرکت به تر بل هر روبات ډیر انسان ته ورته وي.

د «ام ای تي» پوهنتون مشهوره کارپوه رادني بروکس، کلونه مخکې وړاند وینه کړې وه چې روباتونه به د انسان ځای و نه نیسې، بلکي هغوی به په انسانانو بدل شي.

د اکسفورد پوهنتون د څیړونکو مقاله هم د همدې موضوع اثبات دی، او کارپوهان په دې اند دي چې اوس د روباتونو تکنالوژي همدې لورې ته روانه ده.

زموږ له ارشيف څخه نور مطالب: