1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مطبوعات: مخکي له وخته ټاکنې د چا په ګټه دي؟

۱۳۹۱ فروردین ۲۶, شنبه

د کابل چاپ د نن ورځې ډیری ورځپاڼو د افغانستان د را روانو ولسمشریزو ټاکنو په باب بیلا بیلي لیکني کړي دي.

https://p.dw.com/p/14dtL
انځور: dapd

د افغانستان ولسمشر تیره پنجشبنه په کابل کې له ۲۰۱۴م کال د مخه د ولسمشرې د ټاکنو د تر سره کیدو د احتمال په اړه خبري وکړي.

هغه دا رد نه کړه چې ګواکي له قانوني نیټي د مخه د انتخاباتو په تر سره کیدو باندي بحثونه نه دي روان. نن د اونۍ د پیل په ورځ هم ډیری ورځپاڼو همدا مسله څیړلي ده.

له دغې ډلي له پلازمیني څخه چاپیدونکي خدمتګار ورځپاڼي ویلي دي چې له قانوني نیټي د مخه به د انتخاباتو تر سره کیدل یو پر ځای ګام وي.

خدمتګار وایې چې په هیواد کې د ولسمشرې ټاکنې باید په ۲۰۱۴م کال کې تر سره شوي وای خو دا چې په دغه کال کې به ټول بهرني سرتیري له افغانستان څخه وزي، نو دا به ښه وي چې ټاکنې یو کال د مخه یعنې په ۲۰۱۳م کال کې تر سره شي.

د ورځپاڼي په لیکنه چې د ټاکنو د تر سره کیدو پر وړاندي سر له اوسه ګواښونه او ننګوني پرتي دي او دا د خلکو په ګټه ده چې دبهرنیو ځواکونو له وتلو یو کال دمخه انتخابات په څه نا څه له امن څخه ډکه فضا کې تر سره شي.

د افغانستان په نامه یوې بلې ورځپاڼي بیا حکومت پر دې تورن کړی دئ چې د ټاکنو د تر سره کیدو له دقیقي نیټي څخه سرغړونه کوي او ولسمشر په خپله دغه هڅه، د خلکو ارادې او اساسي قانون ته زیان رسوي. ورځپاڼه مخکي له وخته ټاکني نه د خلکو او نه هم د سیاسي ډلو په ګټه بولي.

په همدې حال کې د هشت صبح په نامه یوې بلي نا حکومتي ورځپاڼي بیا تر دې عنوان لاندې چې مخکي له وخته ټاکنې د چا په ګټه دي، یوه لیکنه خپره کړي ده. لیکوال د افغان ولسمشر د وروستیو څرګندونو مثبت او منفي اړخونه څیړلي دي.

هشت صبح لیکي په داسي حال کې چې حامد کرزی له وخت څخه مخکي ټاکنو سره چندان علاقه نه لري خو لویدیځوال متحدین ئې غواړي چې تر ۲۰۱۴م کال د مخه یعني تر هغې نیټي مخکي چې بهرني ځواکونه له افغانستان څخه وزي د هیواد برخلیک وټاکي.

ورځپاڼه لیکي چې د ولسمشرې د ټاکنو د مخه باید لومړی د ټاکنو د کمیسیون، په شرایطو برابرو راې ورکونکو او په ټوله کې د انتخاباتو پر قانون کار وشي. د ورځپاڼې په باور لومړی باید هغه نیمګړتیاوي چې په تیرو ټاکنو کې ئې ستونزي وزیږولي، لیري کړای شي.

له کابل څخه خپریدونکي ماندګار ورځپاڼي لیکلي دي چې د ولسمشرې را رواني ټاکني له خطر سره مخ دي.

ماندګر لیکي چې د ټاکنو په اړه د جمهور رئیس کرزي څرګندوني یوه ګواښ ته ورته دي او دا استدلال له انکار نا پذیره واقیعت سره یو ځای دئ.

او په پای کې د ارادي ورځپاڼي بیا پر حکومت او نړیوالي ټولني غږ کړی دئ چې د ولسمشرې د ټاکنو دمخه باید لومړی له طالبانو سره د مصالحې پروسه سرته ورسیږي.

د ورځپاڼي په باور چې د جګړو دوام به د ټاکنو روڼ والی تر پوښتني لاندي راولي او ډیری کسان به و نه کړای شي چې په آزاده او عادلانه فضا کې رايي ورکړي او دا به د حکومت او متحدینو ژمنتیا تر پوښتني لاندي راولي.

میرویس جلالزی/ کابل
کتونکی: سید ریاض