1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مطبوعات: په سیمه کې باید اعتماد رامنځ ته شي

۱۳۹۰ بهمن ۲۹, شنبه

د کابل چاپ ډیر شمیر ورځپاڼو د شنبې په ورځ د افغانستان، پاکستان او ایران تر منځ د درې اړخیزې سرمشریزې په اړه لیکنې خپرې کړي دي.

https://p.dw.com/p/145Hj
انځور: Fotolia

د ارادې خپلواکې ورځپاڼې په یوه لیکنه کې ویلي دي چې تر هغه وخت پورې چې افغانستان، پاکستان او ایران په خپل منځ کې لانجې هوارې نه کړي نه شي کولای چې نړیوالو اندیښنو ته ځواب ووایي. ورځپاڼه د بندو دروزاو تر شا د کرزي، احمدي نژاد او زرداري مذاکرو ته په خوشبینانه لید کتلي دي او د پاکستاني چارواکو هغه څرګندونې ئې څیړلي دي چې وايي طالبان د پاکستان ملګري نه  دي. ورځپاڼې پر یادو درو ملکونو غږ کړی دئ چې د  بي اعتمادي موجوده فضا له مینځه یوسي او د یووالي او ریښتینې عمل په لور ګامونه پورته کړي.

د انیس حکومتي ورځپاڼې بیا د «درې اړخیزې اړیکې او زموږ تمې» تر عنوان لاندې یوه لیکنه خپره کړې ده. انیس وایي چې که چیرې د سیمې د ثبات له پاره د اسلام آباد او تهران صادقانه همکاري شتون و نه لري دغه راز ناستې بې ګټې دي. د ورځپاڼې په حواله تر هر څه مخکې د درېواړو هیوادونو تر منځ باید د بې باورۍ فضا له منځه ولاړه شي.

همدا شان د سرنوشت نا حکومتي ورځپاڼې بیا له افغان پلاوې سره د ایراني او پاکستاني چارواکو ژمنو ته د شک په سترګه کتلي دي. ورځپاڼه وایي چې ایران او پاکستان چې په اوسني حالت کې تر سختو نړیوالو فشارونو لاندي دي هڅه کوي چې له افغانستان څخه د امریکا پر وړاندي د فشار د الې په توګه کار واخلي.

سرنوشت لیکلي دي چې پاکستان تر اوسه پورې له افغانستان سره ریښتینې همکاري نه ده کړي او اوس هڅه کوي چې د کابل له حکومت سره د نوو ژمنو په کولو سره ځان له بهرنیو فشارونو څخه خلاص کړي.

د ورځپاڼې په حواله ولسمشر کرزي په یوه ناسته  کې پاکستاني چارواکو ته تندې خبرې کړي دي چې حتی د افغان او پاکستاني پلاوي د راتلونکي ناستي د ځنډیدو لامل شوي دي.

د محور ورځپاڼې هم په اسلام آباد کې له پاکستاني رسنیو سره د حامد کرزي د څرګندونو یوه برخه څیړلې ده. ولسمشر کرزي پاکستاني رسنیو ته ویلي دي چې طالبان نه شي کولای د افغان دولت له همکاري او خوښي پرته په قطر کې دفتر پرانیزي ځکه د دغو خبرو مشري باید افغانان وکړي او له هغو طالبانو سره چې خبري کیږي افغانان دي.

ورځپاڼې په دې اړه چې افغانستان د قطر د بهیر د مشري کولو ادعا کوي اندیښینه څرگنده کړې ده ځکه چې طالبانو څو څو وارې ویلي دي چې له افغان حکومت سره به خبرې و نه کړي.

جلالزی (دویچه ویله)
کتونکی: مسعود جهش