1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په معبد کې وژل د شویو کسانو شمیر ۱۱۵ ته ورسید

مسعود جهش (آژانسونه)۱۳۹۲ مهر ۲۲, دوشنبه

په هندوستان کې یوه معبد ته څیرمه د عمومي ویرې له کبله د گډوډۍ د رامنځ ته کیدو په پایله کې د وژل شویو کسانو شمیر ۱۱۵ تنو ته لوړ شوی دی. همدې معبد ته څیرمه اووه کاله مخکې هم ۵۰ کسان وژل شوي ول.

https://p.dw.com/p/19yzA
انځور: strdel/AFP/Getty Images

دغه پېښه د یکشنبې په ورځ (د ۲۰۱۳م کال د اکتوبر ۱۳مه) رامنځ ته شوه. په داسې حال کې چې اوس روغتیایي کارکوونکي د ټپي شویو کسانو د درملنې هڅې کوي، پر پولیسو باندې نیوکې کیږي چې د گډوډۍ په کرارولو کې پاتې راغلي دي او ان پخپله د گډوډۍ د ډیریدو لامل شوي دي.

پېښه هغه وخت رامنځ ته شوه چې هندي عبادت کوونکي له دې کبله په ویره کې شول چې هغه پل چې دوی ورباندې د تیریدو په حال کې ول د نړیدو له گواښ سره مخامخ دی. د عبادت کوونکو په منځ کې د دې ویرې تر پیدا کیدو وروسته ټولو هڅه وکړه چې ژر تر ژره ځان د پله یوې یا بلې غاړه ته ورسوي، چې د همدې گډوډۍ په پایله کې له سلو څخه ډیر کسان ووژل شول او په سلهاو تنه نور ټپیان شول. د هغه روغتون مخې ته چې د پېښې قربانیان ورته وړل شوي دي په سلهاو کسان راټول دي ترڅو د خپل خپلوانو مړي له ځان سره یوسي.

پېښه د مدهیه پردیش ایالت په داتیا سیمې کې رامنځ ته شوې ده. دې سیمې ته ډیر شمیر هندیان د دغه هیواد له بیلابیلو سیمو څخه تللي ول چې د هندوانو نواراتري مذهبي فیستیوال ولمانځي.

په ۲۰۰۶ کال کې هم همدې معبد ته څیرمه د پله د نړیدو له کبله ۵۰ کسان وژل شوي ول. خو بیا له لرګیو څخه د پخواني جوړ شوي پله پر ځای له سمنټو څخه یو پل جوړ شوی وو. دا ځل که څه هم پخپله پل و نه نړید خو د هغه د نړیدو ویرې ډیر شمیر کسان ووژل.

دا لا روښانه نه ده چې د عمومي ویرې د رامنځ ته کیدو پر مهال پر پله باندې څومره کسان موجود ول. خو سیمه ییزو رسنیو ویلي دي چې دې معبد ته ۵۰۰۰۰۰ کسان د عبادت په موخه تللي ول.

پولیسو د ګډوډۍ د کنترولولو په موخه عبادت کوونکي په ډنډو وهلي دي چې عبادت کوونکو بیا هغوی پر ډبرو ویشتي دي. د پولیسو یوه سیمه ییز چارواکي ویلي دي چې د عبادت کوونکو او پولیسو ترمنځ د نښتو په پایله کې یو تن پولیس سخت ټپي شوی دي.

په پېښه کې ډیر شمیر ښځې او ماشومان وژل شوي دي. تر اوسه پورې د ډیر شمیر کسانو مړي له اوبو څخه راایستل شوي دي خو بیا هم د دې ویره شته چې د ډیرو کسانو مړي دي اوبو له ځانه سره وړي وي.

په هندوستان کې د مذهبي مراسمو پر مهال وخت نا وخته مرګ ژوبله رامنځ ته کیږي. تر دې مخکې په ورته پېښو کې په ۲۰۱۱ کال کې ۱۰۰ کسان او په ۲۰۰۸ کال کې ۲۵۰ کسان وژل شوي ول.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب