1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

معتدل طالبان څوک دي ؟

۱۳۸۸ دی ۲, چهارشنبه

د جرمني د بُڼ د پرمختيايی تحقيقاتي مؤسسې او افغانستان کارپوه کونراد شېتر سره مرکه

https://p.dw.com/p/LCDV
انځور: AP

ډويچه ويله:

ستاسو په نظر د معتدلو طالبانو څخه مقصد څه دی؟

کونراد شېتر :

دا يوه ډيره ښه پوښتنه ده، زه فکر کوم چي سړی رښتيا هم بايد پوښتنه وکړي چي معتدل څه معنی نه لري . له څه وخته يو سړی معتدل ګڼل کيږي؟ په کوم لحاظ يو سړی معتدل دی . د اسلام له نظره، او که په افغانستان کي آلماني عسکرو ته د نظر اچولو له لحاظه؟

د معتدلو طالبانو اصطلاح په حقيقت کي له هغه يو انځور سره تناقض لري چي مونږ يې له طالبانو څخه لرو، هغه دا چي طالبان يعني افراطيون . معنی دا چي سړی نسي کولای چي يو افراطي معتدل ته، معتدل ووايي.

ډويچه ويله:

خو فکر نه کوۍ چي رښتيا هم د طالبانو په منځ کي مختلف جريانونه موجود دي؟

کونراد شېتر :

رښتيا هم چي طالبان يو تر بله ډير زيات مختلف جريانونه دي، مختلفي تګ لاري لري او ډيري مختلفي منافع . معنی داچي حتی په سيمه ايزه او محلي سطحه کي دطالبانو مختلفي ډلي وجود لري، چي هغوی مختلف هدفونه او منافع تعقيبوي . ځيني هغه دي چي يوازي د خپل محلي کلتور او فرهنګ په لټه کي دي، ځيني بيا په ټوله معنی د خارجي مداخلو مخالفت کوي ، بيا ځيني هغه دي چي د نشه يي توکو په سوداګري کي لاس لري، اود ځينو نورو لمن دقومي مليشو، بيکاره ځوانانو څخه نيولي تر تندلارو اسلام پالو پوري رسيږي . لنډه دا چي مختلف لوبغاړي په صحنه کي وجود لري . خو سره له دې هم دا پوښتنه بيا پيدا کيږي چي نو معتدل يې بايد کوم وي؟

ډويچه ويله:

اوس دغه د معتدلو طالبانو اصطلاح وخت په وخت عنوانيږي . تاسوڅه فکر کوی ، چي ولي په دغه لار کي په کوم اقدام لاس نه دی پوري شوی، کله چي تل له دغي اصطلاح څخه خبري کيږي؟

کونراد شېتر :

زه فکر، دلته دوه ټکي دي : يو داچي خبره په دې کي ده، څرنګه چي د آلمان د دفاع وزير کارل تيودور څو ګوتنبرګ هم له دې خبري سره حق په جانبه دی، چي دی وايي په يوې خوا کي آيساف او د افغانستان حکومت او په بله خوا کي طالبان قرار لري . ځيني نور ددغو دواړو اړخونو په منځ کي دي چي کله د طالبانو تر څنګ جنګيږي او کله هم د آيساف د سرتيرو تر څنګ . نو په دې وجه دلته روښانتيا په کار ده چي سړی د دغي په اصطلاح دښمن – دوست له فکر څخه ځان ليري وساتي . دبلي خوا ستا دا پوښتنه پر ځای ده چي نو ولي تر اوسه پوري په دې لاره کي هيڅ نه دي شوي . زه فکرکوم چي دې پوښتني ته ځواب دادی چي دپوځي منطق له لحاظه ډيره سخته ده چي سړی له دغو مختلفو لوبغاړو سره تعامل وکړي . معنی دا چي دوی په دغه دښمن – دوست منطق کي نه جوړيږي . طالبان يو ډير غيرمتجانس اړخ دي چي سړی نه پوهيږي له کوم يوه سره سړي تماس ونيسي . معنی داچي دلته د لوبغاړو مشخص کول ډير سخت کار دی .

ډويچه ويله:

خو آيا د لويديځي نړی لپاره اصلاً ممکنه ده چي له طالبانو سره دي خبري وسي؟

کونراد شېتر :

زه بايد ووايم چي ما په ژوند کي يوواري دطالبانو سره خبري کړي دي، البته دا ممکنه دي . ستا سره به نن يو سړی د خبرو پر ميز ناست وي، سبا به بيا هغه طالب وي . معنی دا چي د طالبانو اصطلاح اوس مختلف شکلونه پيدا کړي دي، چي سړی په دقيقه ډول نه پوهيږي چي سړی چا ته طالب ووايي اوچا ته يي ونه وايي . اوس حتی د افغانستان په دننه کي خلک د طالب اصطلاح مختلفو مليشو ته استعمالوي . دمثال په توګه څوک وايي دا حکومتي طالبان دي، له دغو طالبانو څخه هغه کسان مقصد دی چي د مخدره موادو په سوداګرۍ کي لاس لري . بله ډله له پاکستاني طالبانو څخه خبري کوي، يا له امريکايي طالبانو څخه، خلک وايي چي دا هغه مليشي دي چي د امريکايانو له خوا روزل کيږي چي دغه کړکيچ دوام پيدا کړي، معنی دا چي نن سبا د طالبانو اصطلاح ډيره کړکيچنه شوې ده.

ډويچه ويله:

نو د دې ګټه څه ده، چي د معتدلو البانو له يوې ډلي سره خبري وشي؟

کونراد شېتر :

زه فکر کوم چي د دې ګټه ښايي دا وي چي د طالبانو له اسطوريې څخه په استفادې سره راډيکال اسلام پالونکي ختم کړي . خو په حقيقت کي سړی دا پوښتنه بايد وکړي چي ايا دا کوم ګټور کار دی که نه .

خو اوس خبره پر افغانستان باندي ده چي مونږ بايد يو ځل ددې شخړي په واقيعت باندي پوه شو. لومړی بايد پوه سو چي کوم لوبغاړي مونږ هلته لرو، بيا وګورو چي له کوم يوه سره د خبرو او ناستي امکان موجوددي . او آيا رښتيا هم دغه په اصطلاح معتدل طالبان هغه کسان دي چي سړی ورسره خبري کولای شي . خو زه هم نه پوهيږم چي مقصد له معتدولو طالبانو څه او څوک دي . دا کيدای شي چي په مشخص هدف پوري تړاو ولري، او دا د ښاغلي دفاع وزير، څو ګوتبرګ دنده ده چي هغوی معلوم کړي.

ښاغلي Schetter ستاسو له تبصرو څخه ډيره مننه!

رِيډل / عبدالباري حکيم

کتونکی : محمد قاسم نوري