1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

معنوي:د امنيتي اندېښنو سره سره به ټاکني پر خپل وخت تر سره سي

۱۳۸۹ مرداد ۱۷, یکشنبه

ددې سره سره چي دافغانستان دولسي جر ګي دټاکنوپه وړاندي په ځينو ولاياتو کي امنتي اندېښنې پر ځای پاته دي د ولسي جرګي ټاکني به پر خپل وخت ترسه سي.

https://p.dw.com/p/Oew0
په هرات کي د۲۰تنو مېرمنوپه شمول ۱۵۱تنو ولسي جرگې ته ځانونه نومولي
په هرات کي د۲۰تنو مېرمنوپه شمول ۱۵۱تنو ولسي جرگې ته ځانونه نوموليانځور: DW

د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمېسيون رئيس فضل احمدي معنوي تيره ورځ ماسپښين په هرات کي يوې خبري غونډه ته وويل:

« دهيچا له سترګوپه ځانګړي ډول در سنيوله ستر ګوپټ نسي پاته کيدای چي د ټاکنوپه وړاندي امنيت يوله لويوتهديدونوڅخه دی»

د هغه په خبر ه چي په ځينو ولاياتوکي په ريښتياسره امنيتي وضعيت د انديښنې وړدی.خوله نيکه مرغه چه موږڅلورمياشتي وړاندي دهيواد د امنيتي ځواکونوسره دغه ستونزه شريکه کړه او د ټاکنو د اجرا لپاره يي دپوره امنيت دټينګښت ډاډ راکړي دي.

د هرات د والي احمديوسف نوريستاني په خبره که څه هم چي په ولايت کي امنيت تر ډيره ځايه د ډاډ وړ دی ولي بيا هم ۱۰ټاکنيزه مرکزونه ترامنتي تهديدلاندي دي:

د والي په ویناد هرات ولايت د ۴۶۶ د رايي ورکولو د مرکزونه څخه يې ۱۰سايتونه ددښمن د حملو تر تهديدلاندي پيژندل سوي دي. په نوروکي امنتي ستونزه نسته.

په هرات کي د۲۰تنو مېرمنوپه شمول ۱۵۱تنو ولسي جرگې ته ځانونه نومولي چي ددې ډلي څخه به د بري په صورت کي۱۷تنه دافغانستان پارلمان ته لاره ومومي.

شريف شرفيار/ هرات

کتونکی: زيارمل