1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«معيوبين په ټاکنو کي ګډون نسي کولای»

حسين سيرت/ مسعود جهش۱۳۹۲ آبان ۷, سه‌شنبه

په افغانستان کي د معلولينو ټولنيز مرکز د انتخاباتو له کمېسیون څخه غوښتي دي چي په ټاکنو کي دي معلولو کسانو ته د ګډون له پاره اسانتياوي برابري کړي. د مرکز په خبره معيوبين د نه اسانتياوو په سبب په ټاکنو کي ګډون نسي کولای.

https://p.dw.com/p/1A7rs
انځور: AP

دغه مرکز وايي چي د افغانستان په سلو کي ۲،۷ سلنه خلک معيوبين او معلولين جوړوي او د رای ورکولو مرکزونو ته د هغوی د لاسرسي له پاره خدمات محددود دي. په هغه تازه بررسۍ کي چي د دغه مرکز له خوا تر سره سوې ده ښيي چي د معيوبو او معلولو کسانو نيمايي يې په دې نه دي توانېدلي چي په ټاکنو کي ګډون وکړي.

په دغه بررسۍ کي د افغانستان په مختلفو ولايتونو کي له ۵۰۰ تنو معيوبينو او معلولينو سره مرکې سوي دي او له هغوی څخه په دې اړه چي په ټاکنو کي د ګډون په برخه کي کوم خنډونه موجود دي پوښتني سوي دي.

د معلولینو د اجتماعي مرکز مشر سیف الدین نظامي، د سه شنبې په ورځ په کابل کې یوه خبري کنفرانس ته وویل چې د لازمو تسهیلاتو د نه شتون له کبله ډیر شمیر معلولان په ټاکنو کې د گډون له حقه محروم پاتيږي. هغه زیاته کړه: «د هغو خنډونو له کبله چې د تیرو ټاکنو پر مهال موجودې ول، معلول کسان په دې و نه توانیدل چې په دغه بهیر کې گډون وکړي. دا په دې معنی ده چې په ټاکنو کې په نسبي ډول د معلولینو د گډون کچه د نورو په پرتله لږ وه.»

په افغانستان کي د اوږدې جګړې پايلي
په افغانستان کي د اوږدې جګړې پايليانځور: AP

د دغه سازمان چارواکي وايي چې ډیر شمیر معلولان په ټاکنو کې د گډون د څرنگوالي او همداراز په خپله د دغه بهیر په اړه کافي معلومات نه لري او له همدې کبله معلولان نه دي توانیدلي چې له خپل حق څخه استفاده وکړي.

د معلولینو او معيوبينو د استوګني له ځایونو څخه د انتخاباتي مرکزونو لیري والی یو بل لوی لامل دی چې له کبله هغوی نه شي کولای چې په ټاکنو کې گډون وکړي. ښاغلي نظامي وویل چې د ټاکنو کمېسیون باید خپلو کارکوونکو ته له معلولینو او معيوبينو سره د مرسته کولو په برخه کې روزني ورکړي: «له معلولینو سره د مرستې په برخه کې د ټاکنیزو مرکزونو د کارکوونکو او چارواکو لږ پوهاوی له هغو عمده عواملو څخه دی چې له کبله یې معلولین په ټاکنو کې په کافي اندازه برخه نه شي اخیستلای.»

د معلولینو ټولنیز مرکز وايي چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون باید د ټاکنو پر مهال د عامه پوهاوي له پاره په خپلو برنامو کې داسې معلومات هم شامل کړي چې معلولین او بعيوبين یې په مرسته په ټاکنو کي د گډون امکان پیدا کړي.

ښاغلي نظامي وویل چې د ټاکنیزو مرکزونو ساختمانونه باید داسې وي چې د معيوبينو په بايسکلونو کې سپاره معلولین او معيوبين وشي کولای ورشي: «د رای اچوونې مرکزونه باید د خاص اړتیا لرونکو کسانو د شرایطو پر اساس جوړ شي. د رای اچونې په مرکزونو کې باید داسې غرفې ځاي پر ځای شی چې معلول او معيوب رای اچوونکي د یوه بل وگړي له مرستي پرته خپله رای وشي کارولی.»

دغه مرکز وړاندیز کړی دی چې د ټاکنو په ورځ باید د امکان په صورت کې معلولو او معيوبو کسانو ته ترانسپورتي خدمتونه هم برابر شي. هغوی ویلي دي چې ړانده کسان هم باید داسې ټاکنیزې پاڼې تر لاسه کړي چې وشي کولای په مرسته یې د خپلې خوښې نوماندانو ته رایې ورکړي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب