1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مقدونيا د افغانانو پر مخ سرحد تړلو دفاع وکړه

۱۳۹۴ اسفند ۵, چهارشنبه

د مقدونيا د بهرنيو چارو وزير نيکولا پوپوسکي، د افغان مهاجرو پر مخ د خپل سرحد د بندولو دفاع وکړه. هغه ويلي دي د نورو هيوادونو پريکړو ته په کتو سره ئې دغه کار کړی دئ.

https://p.dw.com/p/1I0sN
انځور: Reuters/A. Avramidis

نيکولا پوپوسکي، له جرمنۍ ورځپاڼي «بيلد» سره په خبرو کي ويلي دي: «موږ کومه يو اړخيزه پرېکړه نه ده کړې، بلکي د نورو هيوادونو نوښتونو ته مو غبرگون وښود.»

هغه وويل: «کروشيا او سربستان پرېکړه کړې ده چي نور به يوه افغان ته هم اجازه نه ورکوي چي له خپلو سرحدونو ئې اروپايي هیوادونو ته تيري سي.» دوی ويلي دي چي افغانان دا په ثبوت نه سي رسولای چي دوی له جنگي هيواده راځي.

مقدونيا د يکشنبې په ورځ پريکړه وکړه چي نور به افغان مهاجرو ته له خپلو سرحدونو د تېرېدو اجازه نه ورکوي. له هغه راهيسي په سوونو مهاجرو کوښښ کاوه چي له سرحدونو تر سې خو مقدونيا په بشپړه توگه سرحد وتاړه.

مقدونيا د سه شنبې په ورځ خپل سرحد له يونان څخه د ورتلونکو مهاجرو پر مخ وتاړه. ويل کيږي چي دغه سرحد ته نژدې ۵۰۰۰ مهاجر سره راټول سوي دي.

افغان مهاجرو د دوشنبې په ورځ د دوی پر مخ د مقدونيا سرحد د بندېدو په غبرگون کي د يونان او مقدونيا په سرحد کي د اورگاډي لاره بنده کړه.

خو د سه شنبې په ورځ د يونان پوليسو له مقدونیا سره په سرحد کي د اورگاډو هغه لاره خلاصه کړې چي له څه مودې راهيسي افغان مهاجرو بنده کړې وه. دوی په سونو افغان مهاجر له دغي سیمي شړلي او بيرته ئې د يونان ښارونو ته انتقال کړي دي.

يونان ته په زرونو نور مهاجر رسېدلي

د يونان پيرايوس بندر ته يوازي د چهار شنبې په ورځ ۱۷۰۰ نور مهاجر رسېدلي دي. په دې سره نو په تيرو درو ورځو کي له ترکيې څخه د آژه درياب له لاري يونان ته نژدې ۹۰۰۰ مهاجر اوښتي دي.

د دغو مهاجرو ډېر ئې غواړي له يونان څخه د شمالي اروپا پر لور حرکت وکړي، خو مقدونيا خپل سرحد په ټپه تړلی او يوازي سوريايي او عراقي مهاجرو ته د تېرېدو اجازه ورکوي.