1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مقدونيا د مهاجرو پر مخ له يونان سره سرحد وتاړه

۱۳۹۴ بهمن ۱, پنجشنبه

له هغه وروسته چي اتريش د مهاجرو شمېر د راکمولو خبره وکړه، مقدونيا د مهاجرو پر مخ له يونان سره خپل سرحد وتاړه. بالکان هيوادونو کروشيا او سربستان اعلان کړی دئ چي يوازي به هغه کسان پرېږدي چي غواړي اتريش يا آلمان ته تير سي.

https://p.dw.com/p/1HhX3
انځور: Getty Images/AFP/A. Nimani

د مقدونيا د پوليسو يو لوی چارواکي د چهارشنبې په ورځ (۲۰۱۶م کال د جنورۍ ۲۰مه) فرانسې خبري آژانس ته ويلي دي چي له يونان سره سرحد ئې د موقت وخت له پاره د سلوانيا په غوښتنه تړلی دئ.

دغه پوليس ويلي دي چي سرحد ئې له تيري شپې راهيسي تړلی دئ او اوس هلته د افغانستان، عراق او سوريې شاوخوا ۶۰۰ مهاجر په سرحد کي ناست دي.

مقدونيا هم لکه سلوانيا د بالکان هيوادونو پر لاري پراته دي چي مهاجر د ژمي د يخي هوا سره سره بيا هم له دغو هيوادونو تيريږي او غواړي چي ځانونه آلمان ته ورسوي.

اتريش د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ چي د حکومت د پلانونو له مخې په پام کې ده چې په ۲۰۱۶م کال کې د پناه غوښتونکو شمیر ۳۷۵۰۰ تنو ته راکښته کړي. دا په داسې حال کې ده چې په تیر کال کې دغه شمیر ۹۰ زره تنه وو.

بله خوا بيا د سربستان د مهاجرو چارو وزير الکساندر فيولن د چهار شنبې په ورځ روښانه کړه چي «مهاجر له دغه هیواده يوازي په هغه صورت کي تېرېدلای سي چي وغواړي په آلمان يا اتريش کي د پناه غوښتنه وکړي.» له ټولو مهاجرو څخه به پوښتنه کيږي چي دوی غواړي آلمان يا اتريش ته ولاړ سي.

په آلمان کي هم له څو ورځو راهيسي د مهاجرو راتگ ته د يوه حد ټاکلو په اړه تاوده بحثونه روان دي.