1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ملاضعيف: د بن لادن مړينه به د طالبانو پر عملياتو اغيزه و نه لري

۱۳۹۰ اردیبهشت ۱۲, دوشنبه

د طالبانو يو پخواني غړي، ملا عبدالسلام ضعيف، ويلي چي د القاعدې د مشر مړينه د افغان طالبانو بر فعاليتونو کومه اغيزه نه لري، ځکه چي دا يو افغاني حرکت دی.

https://p.dw.com/p/117UX
ملا عبدالسلام ضعيف
ملا عبدالسلام ضعيفانځور: AP

د متحده ايالاتو ولسمشر، باراک اوباما، د دوشنبې په ورځ وويل چي امريکايي ځواکونو د پاکستان په شمال کي، د القاعدې د تروريسي شبکې مشر، اسامه بن لادن، د يو لړعملياتو په ترځ کي وژلئ دی.

ملا عبدالسلام ضعيف د طالبانو د واکمنۍ په دوران کي په پاکستان کي د دوی سفير و او بيا وروسته له هغه چي د طالبانو حکومت د امريکايانو لخوا ړنګ سو، دی د ګوانتانامو زندان ته واستول سو.

ملا ضعيف وايي چي په پاکستان کي د اسامه وژل دا خبره اثباتوي چي دی په پاکستان کي و، او په افغانستان کي د امريکا شتون د دوی لخوا د افغانستان غيرعادلانه اشغال دی.

ملا ضعيف ادعا کوي چي د اسامه بن لادن د وژل کيدو په خاطر به ډير شمير مسلمانان خواشيني سي. خو د افغانستان عادي اوسيدونکي بيا بل نظر لري. د کابل په ښار کي يو دوکاندار، سيد جبار، وايي: «دا يو ښه خبر دی. کيدای سي چي د ده د مرګ په خاطر اوس زموږ په هيواد کي سوله راسي. زه هيله لرم چي د اسامه د مرګ سره په افغانستان کي د جګړې لمبې مړې سي.»

افغان چارواکو هم د اسامه بن لادن د وژلو په وړاندي غبرګون ښودلی او ويلي يې دي چي له دي څخه دا خبره اثباتيږي چي د القاعدې او طالبانو مشران په پاکستان کي ميشت دي او امريکا بايد په هغه هيواد کي خپله جګړه پر مخ بوزي.

آژانسونه/ مسعود جهش

کتونکی: نجيب الله زيارمل