1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ملاله ولې په خپل هېواد کې له انتقادونو سره مخامخه ده؟

۱۳۹۷ فروردین ۱۱, شنبه

د نوبل د سولې د جايزې ګټونکې ملاله يوسفزۍ شپږ کاله وروسته خپل کلي ته بېرته ستنه شوې ده. د فرانسې د خبري اژانس په حواله دغه ۲۱ کلنه ښځه نن د سوات درې ته رسېدلې ده چېرته چې د ۲۰۱۲ کال په اکتوبر کې ورباندې حمله شوې وه.

https://p.dw.com/p/2vHib
Pakistan Malala Yousafzai in Heimatstadt Mingora im Swat Valley
انځور: Getty Images/AFP/A. Majeed

ملالې چې د نجونو له پاره د تعليم او د ښځو د حقوقو فعاله ده، د پنجشنبې ورځې راهيسې پاکستان ته سفر کړی دی. دا چې ولې هغه په خپل هېواد کې هسې محبوبه نه ده لکه په خارج کې، په دې اړه نظرونه سره وېشلي دي. ملاله يوسفزۍ چې د نوبل د سولې د جايزې په تاريخ کې تر ټولو ځوانه ګټونکې ده، اوسمهال په پاکستان کې پر خپل څلور ورځني سفر بوخته ده. هغې د پنجشنبې په ورځ له لومړي وزير، شاهد خاقان عباسي سره خبرې وکړې چې ټاکل شوې وه په خپل اصلي هېواد کې به له نورو حکومتي چارواکو او د مدني ټولنې له استازو سره وويني. خو پاکستان ته د هغې د سفر جزيات پټ ساتل شوي ول ځکه چې د ځايي رسنيو په حواله ورته امنيتي ګواښونه متوجه دي. سره له دې چې اکثريت هغه کسان چې په ۲۰۱۲ کال کې يې پر ملالې باندې بريد کړی و، اوس په زندان کې دي، خو د اسلامپالو د بالقوه ګواښونو له کبله د هغې ژوند ته هر وخت خطر متوجه کېدلی شي. سربېره پر دې ښي اړخې ډلې هم له ملالې سره کلک مخالفيت ښيي. دغه شل کلنه ښځه په ټوله دنيا کې نجونو ته د تعليم د حق په هکله غونډې رابولي، خو هغې خپله شپږو کلونو ته ضرورت لاره څو هېواد ته بېرته سر ورښکاره کړي. پاکستان تر اوسه پورې د ملالې له پاره ناخوندي او غير مطمئين ځای دی چې د نيول شوو امنيتي تدابيرو کچه په دغه حقيقت باندې دلالت کوي.
يوه نړيواله څېره

په ملالې باندې د ۲۰۱۲ کال په اکتوبر مياشت کې د پاکستان د خيبر پښتونخوا آيالت په نا آرامه سوات دره کې ډزې شوې وې. طالبانو د دغه بريد مسئوليت منلی و او په يوه بيانيه کې يې ويلي ول چې پر ملالې باندې حمله شوې وه ځکه چې «سېکولاريزم» يا دنيايي ليدلوري ته يې کار کاوه. په پاکستان کې له بېړنۍ طبي مرستې او درملنې وروسته، ملاله بريتانيې ته ولېږل شوه چېرته چې هغه اوس له خپلې کورنۍ سره اوسيږي. مخکې له دې چې ورباندې بريد وشي، ملالې په سوات کې د نجونو د تعليم له پاره کمپاين کاوه او پر اسلامي تندلارو کسانو باندې يې انتقادونه کول. هغه په نړيواله کچه ستايل کېدله ځکه چې د طالبانو د ناوړو اعمالو په هکله يې د بي بي سي د اردو څانګې په يوه بلاګ کې ليکنې کولې. ملالې له هغه وخت راهيسې اوږده لاره وهلې ده. هغه اوس د مقاومت، د ښځو د غښتلي کولو او د ښوونې او روزنې د حق يوه نړيواله څېره ګرځېدلې ده. هغې ډېرې جايزې ګټلې دي، لکه د اروپايي ټولنې له خوا د بشري حقونو د ساخاروف جايزه. ملالې په ۲۰۱۶ م کال کې د نوبل د سولې جايزه هم اخيستې ده. خو په خپل هېواد کې ورته ډېر خلک په سپکه ګوري او ورباندې تور لګوي چې د امريکا د متحده آيالاتو اجنټه يا جاسوسه ده، چې ګويا په دې ګومارل شوې ده چې د پاکستان او د اسلام نوم بد کړي.

يوه ناندرئيزه څېره

تېر کال ملاله د ملګرو ملتونو د سولې استازې ونومول شوه. په نيو يارک کې د ملګرو ملتونو په مقر کې د مراسمو په ترڅ کې د ملګرو ملتونو عمومي منشي، انتونيو ګوتېرش، ملالې ته دغه مشهوره او وتلې جايزه ورکړه او ويې ويل چې «سولې ته د هغې د غوڅې ژمنتيا» او د هغې «قاطعيت څو نړۍ بهتره کړي» ده ته الهام وربخښلی دی. په خپله وينا کې د ښځو د حقونو دغې فعالې د خپل هېواد نوم هم له پامه ونه غورځاوه چېرته چې هغه د طالبانو له خوا په ډزو ژوبله شوې وه. هغې د دغه هېواد له پاره خپله مينه څرګنده کړه او ټينګار يې وکړ چې د جنوبي آسيا دغه هېواد بايد د افراط او تندلارۍ سمبول ونه بلل شي.    

Pakistan Malala Yousafzai in Heimatstadt Mingora im Swat Valley
ملاله په خپل پلرني کلي کې له خپلې کورنۍ سرهانځور: picture-alliance/AP/A. Sherin

 

پر ورته موضوع زموږ له آرشيف څخه (13.07.2013):