1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ملاله یوسفزۍ د درملني له پاره بریتانیا ته انتقال سوه

۱۳۹۱ مهر ۲۴, دوشنبه
https://p.dw.com/p/16Q2q

د امن مبارزه ملاله یوسفزۍ چي تېره اوونۍ د طالبانو په يوه يرغل کي سخته ټپي سوه، اوس د درملني له پاره بریتاینا ته انتقال سوه. د پاکستاني پوځ د خبر له مخي، دغه ۱۴ کلنه د عربي اماراتو په یوه ځانګړې الوتکه کي هغه انتقال سوې ده. ویل کیږي چي ملاله یوې اوږدې تداوي ته اړتيا لري چي هم د جسمي او هم د روحي لحاظه بیرته عادي حالت ته راوګرځي. دغه نجلۍ د نورو زخمونو تر څنګ په سر کي هم ویشتل سوې ده. پاکستاني طالبانو پر ملاله باندي هغه وخت برید وکړ، چي له مکتب څخه کورته روانه وه. د طالبانو ویاند ویلي دي چي ملالي ته له دې کبله جزا ورکول سوه چي دې د نجونو د تعلیم د حق په لاس راوړلو له پاره مبارزه کوله.