1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ملاله یوسفزۍ په ویدیویي پیغام کې ډاډمنه ښکاري

مسعود جهش۱۳۹۱ بهمن ۱۷, سه‌شنبه

ملاله یوسفزۍ چې د طالبانو په یوه برید کې ټپي شوې وه په یوه ویدیویي پیغام کې ویلي دي چې هغه به خپل کار ته ادامه ورکړي. میرمن یوسفزۍ اوس د انگلستان په یوه روغتون کې تر درملنې لاندې ده.

https://p.dw.com/p/17YGG
انځور: picture alliance / AP Photo

د پاکستان د سوات د سیمې اوسیدونکې پنځلس کلنه ملاله یوسفزی، شاوخوا څلور میاشتې مخکې د نجونو له پاره د زده کړو د حق له پاره د غږ پورته کولو په تور د وسله والو طالبانو په یوه برید کې سخته ټپي شوې وه.

یوسفزۍ په هغه ویدیويي پیغام کې چې د دوشنبې په ورځ خپور شوی دی، ډیره ډاډمنه ښکاري. هغې په دغه پیغام کې ویلي دي: «زما روغتیا ورځ تر بلې په ډیرې تیزۍ سره مخ په ښه کیدو ده.» ملاله له تیرو څو اوونیو راهیسې د برمنگهم ښار د کوین الزبت په روغتون کې بستر ده.

په دغه ویدیویي پیغام کې هغه وړاندې وایي: «تاسو نن وینئ چې زه ژوندۍ یم. زه خبرې کولای شم، زه هر څوک لیدلای شم او زما روغتیایي وضعه ورځ تر بلې ښه کیږي.» هغه زیاته کړې ده: «د ټولو خلکو د دعاگانو په برکت، خدای ما ته نوی ژوند راکړ.»

ملاله وایي: «زه خدمت کول غواړم. د خلکو خدمت. زه غواړم چې هره نجلۍ او هر هلک زده کړې وکړي او د دې مقصد له پاره موږ د ملاله په نوم یو سازمان جوړ کړی دی.»

په دغه ویډیو کې د ملالې پر سر پړونی لیدل کیږي او شاوخوا یې هغه کارتونه پراته دي، چې د هغې د ښې روغتیا په هیله ورته استول شوي دي. هغې په دغه ویډیویي پیغام کې په انگلیسي او پښتو ژبو خبرې کړي دي.

د ۲۰۱۲م کال د اکتوبر د میاشتې په نهمه نیټه کله چې ملاله یوسفزۍ له ښوونځي څخه د خپل کور په لور روانه وه، ورباندې برید وشو. تر دغې پیښې وروسته ملاله د ټولې نړۍ په کچه د خلکو د توجه وړ وکرځیده. وسله والو طالبانو هغه وخت پر دغې ځوانې نجلۍ باندې د برید پړه اخیستې وه او ویلي یې وو چې ځکه یې پر ملاله باندې برید کړی چې د نجونو د زده کړو له پاره کمپاین کوي او په سیمه کې د لویدیځ افکار خپروي.

له کوین الزبت روغتون څخه د ډیو روسر په نوم ډاکټر د دوشنبې په ورځ ویلي وو چې د څلورو ساعتونو تر عملیاتو وروسته د ملالې وضعیت «ډير ښه دی.» د عصبي او مغزي رشتو یوې بلې جراحې ویلي دي چې ملاله کوم بل عملیات ته اړتیا نه لري.