1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

"ملایان د غرب پر ضد له تبليغه منع دي"

۱۳۹۱ اردیبهشت ۷, پنجشنبه

افغان حکومت غواړي چې د ملایانو له خوا تاوتریخوالي ته د لمن وهلو او د دولت او غرب ضد شعارونو د ورکولو مخه ونیسي. دولت سرکښو ملایانو ته درې چانسونه ورکړي دي چې له دې کارونو څخه لاس واخلي که نه قانوني چلند به ورسره وشي.

https://p.dw.com/p/14lEn
انځور: AP

په افغانستان کې ډیری خلک تر دولت د ملایانو خبري ډیري مني. دا ستونزه په خاصه توګه په لیري پرتو سیمو کي زیاته ده. په دغو سیمو کي خو لومړی دا چې دولت ډیر پیاوړی حضور نه لري او دوهم دا چي طالبان پکښي قوي دي، نو له همدې کبله ډیر وخت د جمعې له لمانځه مخکي د دې سیمو په مسجدونو کي د دولت او ناټو پر ضد خبري کیږي.

د افغانستان د حج او اوقافو وزارت د يو حکم له مخي ملایانو بايد د غرب ضد او یاغیانو په ګته شعارونه ور نه کړي.

په کابل کي د یوه مسجد مولوي محمد اصغر، وایي: «که موږ خپل خلک سولي ته وهڅوو، هغوی زموږ خبره مني. که موږ هغوی هر کار ته وهڅوو هغوی زموږ خبره مني ځکه چي هغوی پوهیږي چي زموږ هره خبره د قرآن شریف او اسلام له مخي ده.»

په افغانستان کې اوس څه نا څه ۱۲۶۰۰۰ مسجدونه شته چي له دې څخه یوازي ۶۰۰۰ زره ئې د دولت له خوا ثبت شوي دي او پیسي ورکول کیږي. پاته مسجدونه د سیمي د خلکو له خوا جوړ شوي دي او ملایانو ته ئې هم د خلکو له خوا پیسي ورکول کیږي. په هغو لیرو پرتو سیمو کي چي یاغیان ډیر فعاله دي، د جمعې د ورځې په لمونځ کي د هغوی په گټه خبري کیږي.

د افغانستان د حج او اوقافو په وزارت کي د مسجدونو او مذهبي ساحو د ادارې مشر عبدالمالک ضیایي وایي: «که یو ملا موږ په کار گمارلی وي او له دې حکم څخه سرغړونه وکړي، موږ ئې له دندې څخه کوښه کوو. خو که یو ملا د خلکو له خوا گمارل شوی وي او دا حکم تر پښو لاندي کړي نو موږ ئې امنیتي او قضایي سازمانونو ته ورپیژنو.»

د حج او اوقافو د وزارت د نوي حکم له مخي اوس که په دې وزارت کي یو ثبت شوي امام له دې حکم څخه سرغړونه وکړي نو لومړی به هغه ته یو لیک واستول شي. که بیا هم سرغړونو ته دوام ورکړي نو دولت ورته یو اخطاریه استوي او که بیا هم هغه سرغړونه وکړي نو له دندې څخه گوښه کیږي او کیدای شي چې زندان ته واستول شي.

خو په افغانستان کي د دولت له خوا د ثبت شوو مسجدونو شمیره ډیره ټیټه ده. ډیر شمیر کسان شک لري چي افغان حکومت به په دې وتوانیږي چې په مسجدونو کي د غرب ضد خبرو ته د پای ټکی کښېږدي.

له کابل څخه په لیرو پرتو ولایتونو کي افغانان وایي چې د حج او اوقافو وزارت له خوا د حکم تر صادریدو وروسته هم د ملایانو په خبرو کي کوم بدلون نه دئ راغلی. د هرات ولایت یو ۴۵ کلن اوسیدونکي حاجي خوشدل، وایي: «هغوی په هیواد کي د بهرنیو ځواکونو پر ضد، د دولت له خوا د تاوتریخوالي په اړه، او د طالبانو په اړه خبري کوي. هغوی د هر څه په اړه ږغیږي او خلک ورته په دقت سره غوږ نیسي.»

د افغانستان د حج او اوقافو ادارې رسنیو ته د دې حکم له ورکولو څخه ډډه کړې ده. خو د هرات په ولایت کې یو ملا چي غلام فاروق نومیږي وایي چي د دولت حکم به د هغه پر کار کومه اغیزه و نه کړي. هغه وویل چې هیڅ کله به هم د حقیقت له ویلو څخه پر شا نه شي:

«زه کوم سیاستوال نه یم چي خلک د دولت پر ضد وهڅوم. خو که چیري ووینم چي یو کار د اسلام پر ضد دئ، زه به خپل ږغ پورته کړم.»

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: نجیب الله زیارمل