1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

ملا برادر لومړی ځل پر تلویزیون خبري وکړې؛ خو څه یې وویل؟

مسعود جهش
۱۳۹۸ خرداد ۷, سه‌شنبه

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر ملابرادر، د لومړي ځل له پاره په مسکو کې د تلویزیون د کمرې مخې ته راڅرګند شو. برادر د طالبانو د یوه پلاوي مشري کوي چې په مسکو کې له یو شمیر افغان سیاستوالو سره هم خبرې اترې کوي.

https://p.dw.com/p/3JJDE
Russland Moskau Afghanistan-Gespräche Mullah Baradar Taliban
انځور: picture-alliance/dpa/TASS/S. Fadeichev

د افغانستان او روسیې د دیپلوماتیکو اړیکو د سلمي کليزي په لمانځ غونډه کې د پخواني ولسمشر حامد کرزي، په ګډون یو شمیر افغان سیاستوالو د ملا برادر په مشرتوب د طالبانو له استازو سره خبرې وکړي. پر کرزي سربیره، ملا برادر، عطا محمد نور او محمد کریم خلیلي د نورو تر څنګ په غونډه کې خبرې وکړي.

که څه هم افغان سیاستوالو تر دې مخکې هم په مسکو کې له طالبانو سره لیدلي وو، خو د سه شنبې ورځې په غونډه کې د لومړي ځل له پاره ملا برادر، په پاکستان کې له زندان څخه تر آزادیدو وروسته، د تلویزیوني کمرو پر وړاندې خبرې وکړې.

برادر ډیري لنډي خبرې وکړې او داسې نوې خبره چې تر دې مخکې دې د طالبانو کوم بل غړي نه وي کړي، ونه کړه. هغه له کوربه هیواد روسیې څخه تر مننه کولو وروسته، وویل: «اسلامي امارت [د طالبانو له پاره د دغې ډلې له خوا کاریدونکی عبارت] په واقعي ډول سولې ته ژمن دی او په دې فکر کې دی چی اول باید د سولې موانع له منځه ولاړې شي. هغه دا چې باید د افغانستان اشغال پای ته ورسیږي.»

تر دې وروسته یې بیا د طالبانو بل پلاوې ته بلنه وکړه چې د افغانستان او طالبانو تر منځ د سل کلنو دیپلوماتیکو اړیکو په اړه بیانیه ورکړي.

همدا د ملابرادر ټوله بیانیه وه چې په ترڅ کې یې د طالبانو پر پخواني موقف باندې یو ځل بیا ټینګار وشو.

Russland Moskau Afghanistan-Gespräche Mullah Baradar Taliban
د طالبانو پلاوی د مسکو غوندې ته د راتلو پر مهالانځور: picture-alliance/AA/S. Karacan

د افغان سیاستوالو اوږدې خبرې

د ملا برادر د څرګندونو خلاف، بیا افغان سیاستوالو اوږدې ويناوي وکړې. د بلخ د پخواني والي او جمیعت ګوند اجرائیه رییس عطا محمد نور، خبري خو دومره اوږدې شوې چې د افغانستان له پاره د روسیې ځانګړي استازي ضمير کابلوف، پرې غږ وکړ چې لنډې یې کړي.

په داسې حال کې چې نور پر طالبانو باندې غږ کاوه چې د سولې په خبرو اترو کې ګډون وکړي، کابلوف یې خبرې قطع کړې، او ویې ویل: «ښاغلي استاد عطا؛ بخښنه غواړم. ما یوازې غوښتل دا خبره وکړم چې تاسو تر دې غونډې وروسته هم د خبرو دوه ورځنی امکان لری.»

خو نور تر دې وروسته هم دوې دقیقې وغږید. ولسمشر کرزی خو بیا آن دوه وارې وغږید. یو وار یې خپله بیانیه ورکړه او دویم یې په لنډو خبرو کې په مسکو کې د افغان سیاستوالو او طالبانو تر منځ د خبرو اترو د زمینې برابروونکي ته یو مننلیک ورکړ.

افغان سیاستوالو یو ځل بیا پر طالبانو د سولې غږ وکړ

له پخواني ولسمشر حامد کرزي نیولې بیا د سولې عالي شورا تر مشر محمد کریم خلیلي پورې، ټولو افغان سیاستوالو پر طالبانو باندې د سولې غږ وکړ. کریم خلیلي وویل هر ورځ د جګړې له کبله ډیر کسان وژل کیږي او باید د جګړې د پای ته رسیدو له پاره یو عادلانه میکانیزم رامنځ ته شي.

پر دې سربیره افغان سیاستوالو وړاندیز وکړ چې دغه ډله او د طالبانو استازي دې په قطر او یا بل ځای کې د راتلونکو غونډو پر سر هم توافق سره وکړي. خو ملا برادر یو ځل بیا د طالبانو پخوانۍ خبرې تکرار کړي او ویې ویل چې طالبان د سولې له پاره لومړی د افغانستان د «اشغال» د پای ته رسیدو غوښتنه کوي.

طالبان او د امریکا متحده ایالاتو استازي له میاشتو راهیسې په دوحه کې یو له بل سره په مذاکراتو بوخت دي، خو دغه ډله اوس هم له دې ډډه کوي چې له افغان حکومت سره مستقیمې خبرې اترې پیل کړي. کابل او واشنګټن بیا د افغانانو تر منځ خبري او د یوه اوربند رامنځ ته کیدل د سولې په برخه کې د پرمختګ له پاره اړین ګامونه ګڼي.