1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ملا منصور دادالله نيول شوی دی

۱۳۸۶ بهمن ۲۲, دوشنبه

کابل/اسلام آباد: د طالبانو يو پخوانی مشهور قوماندان، چې د طالبانو د مشر ملا عمر لخوا ايسته شوی وو، په پاکستان کې نيول شوی دی.

https://p.dw.com/p/DK75
د منصور دادالله ورور ملا دادالله په يوه مرکه کې، د ۲۰۰۷ کال، د مارچ مياشت
د منصور دادالله ورور ملا دادالله په يوه مرکه کې، د ۲۰۰۷ کال، د مارچ مياشتانځور: AP

دغه خبره په کابل کې افغاني مقاماتو کړی ده. امنيتي کړيو په کابل کې ويلی دی، چې دغه کار نن د افغانستان او پاکستان په سرحدي ښار کويته کې تر سره شوی دی.

منصور دادالله تير کال د می په مياشت کې د خپل ورور ملا دادالله له وژلو څخه وروسته، ځان د هغه جانشين د نظامي مشر په توگه ونوماوه.

خو د تېر کال دسمبر په مياشت کې طالبانو يوه اعلاميه خپره کړه، چې پکښې راغلی، ملا دادالله د ملا عمر لخوا له خپلې وظيفې څخه ايسته شو، ځکه چې ده اوامر نه منل.