1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ملا منصور: د بهرنيانو په موجوديت کي سوله امکان نه لري

۱۳۹۴ شهریور ۳۱, سه‌شنبه

د وسله والو طالبانو نوي مشر ويلي دي چي که کابل غواړي په هيواد کي سوله راسي، له امريکا متحدو ايالاتو سره بايد پوځي تړون لغو کړي او ټول بهرني ځواکونه له دغه هيواده وباسي.

https://p.dw.com/p/1GaBF
Taliban Chef Mullah Achtar Mansur
انځور: picture-alliance/dpa/Afghan Taliban Militants

د وسله والو طالبانو نوي مشر ملا اختر محمد منصور دغه خبره د سه شنبې په ورځ د لوی اختر په مناسبت په خپل لومړي پيغام کي کړې ده.

هغه ويلي دي: «که د کابل حکومت غواړي چي ټول جنگونه بند سي او په هيواد کي سوله راسي، يوازي له دې لاري ممکنه ده، چي ټول يرغلگر ځواکونه وباسي او له هغوی سره پوځي او امنيتي تړونونه لغو کړي.»

د طالبانو د مشر دغه پيغام د هغوی په ويبسايت کي په انگليسي ژبه خپور سوی دئ.

له هغه وخت راهيسي چي د طالبانو د بنسټ ايښوونکي ملا محمد عمر د مړيني خبر تائيد او پر ځای ئې ملا منصور و نومول سو، د وسله والو طالبانو په منځ ډېر اختلافات رامنځ ته سوي.

په دې وروستيو اونيو کي د دوی په منځ کي د بيرته يوځای کېدو تلاښونه پيل سوي ول چي تر يو ځايه پوري په دې وتوانېدل چي ناراضي طالبان بيرته سره پخلا سي.

د دوی ځيني د ملامنصور له ټاکلو ناراضه ول چي ولي ئې د ملاعمر د مرگ خبر دوه کاله پټ ساتلی وو.

خو د دې ټولو اختلافاتو او په افغانستان کي د رقيبي افراطي ډلي «اسلامي دولت» له حضور سره سره بیا هم د طالبانو په زورزياتيو کي کمزوري نه ښکاري.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب