1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ملرګرو ملتونو په افغانستان کي د پارلماني انتخاباتو په اړه اندېښنه ښودلې

۱۳۸۹ مرداد ۲۴, یکشنبه

د ملګروملتونو د افغانستان د څانګي مشر د افغانستان د را روانو پارلماني انتخاباتو د خونديتوب په باب انديښنه څرګنده کړې.

https://p.dw.com/p/Oo4A
په افغانستان کي د ملګرو ملتونو خاص استازی ديميستورا
په افغانستان کي د ملګرو ملتونو خاص استازی ديميستوراانځور: AP

ټاکل سوې چي دغه انتخابات د سنبلې يا وږي د مياشتي پر ۲۷ نېټه په ټول افغانستان کي تر سره سي.

د يوناما مشر شټيفن ديميستورا په داسي حال کي د ټاکنو د امنيت په باب خپله اندېښنه ښولي چي د ملک په بيلا بيلو برخو کي انتخاباتي کمپاينونه روان دي.

د ملګرو ملتونو سازمان د افغان امنيتي ځواکونو څخه غوښتنه کړي چي د انتخاباتو پر مهال له هوښيارۍ څخه کار واخلي.

ښاغلي مستورا پر امنيت سربيره يو شمېر نور مسايل هم د اندېښنې وړ بللي، خو هغو ته يې په خاصه توګه ګوته نده نيولې.

په کابل کي د ملګرو ملتونو د سياسي نمايندګۍ يو وياند نظيف الله سالارزي وويل چي:

«د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي په افغانستان کي يو شمير ننګونو ته اشاره کړي، په اول سر کي دا مسله ده چي نا امني بايد ددې لامل و نه ګرځي چي د افغانستان د خلکو په رايو کي لاس وهنه وسي، ځکه ده له امنيتي چارواکوغوښتي چي له ډيري بيدارۍ او هوښيارۍ څخه کار واخلي.»

د انتخاباتو امنيت هغه مسله ده چي په اړه يې بيلابيلي نړيوالي ټولني او د افغان دولت غربي متحدين اندېښمن دي.

هغوﺉ وايي چي، که چيري د انتخاباتو امنيت ډاډمن نه وي له يوي خوا به خلک و نه سي کړای چي، د رايو د صندوقونو پر لور ورسي او له بل لوري به يو شمېر عناصر له دې موکې څخه په ناوړه ګټي سره د خلکو په برخليک کي لاس ووهي.

خو افغان حکومت وايي چي د انتخاباتو د امنيت لپاره پر يوه ګډ امنيتي پلان کار روان دی چي، د ټاکنو په ورځ به د رايو پر مرکزونو او محلاتو سربيره د رايه ورکونکو امنيت خوندي سي.

د ملي دفاع وزارت وياند جنرال ظاهر عظيمي د انتخاباتو د امنيت په اړه ډاډمن ښکاري.

«موږ د ولسمشرۍ د انتخاباتو په پرتله ډيرامکانات په واک کي لرو، ددې لپاره زموږ ځواکونه پوره چمتو والی لري، د هغوﺉ تر څنګ د ايساف او ايتلاف سرتيري هم زموږ سره همکاره دي، د دي انتخاباتو د امنيت لپاره موږ درې سوه زره سرتيري لرو».

د مهال ويش له مخي به له نن څخه يو مياشته او څو ورځي وروسته پارلماني ټاکني تر سره شي.

په دغو ټاکنو کي د ملي شورا څه باندي دوه سوه څوکيو ته د هيواد له بيلا بيلو سيمو څخه د يو شمېر مېرمنو په ګډون شاوخوا شپږ نيم زره کسانو ځانونه نومولي دي.

ميرويس جلالزی/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل