1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ملي امنيت: د پاکستان د بريدونو جواب به ورکړو

۱۳۹۱ تیر ۱۲, دوشنبه

د افغانستان د ملي امنیت عمومي ریاست وايي، چي پاکستان غواړي تر ۲۰۱۴ کال مخکي په افغانستان کي د خپل نفوذ ساتلو زمینه برابره کړي. دغه اداره وايي، چي د پاکستان هر بريد ته به جواب ورکړي.

https://p.dw.com/p/15Pls
انځور: picture-alliance/dpa

ددغه ریاست د ویاند مرستیال شفیق الله طاهري د دوشنبې په ورځ(۲۰۱۲ کال د جولای د مياشتي پر دوهمه نېټه) په کابل کي يوې خبري غونډې ته وویل، چي پاکستان ددغه راز بریدونو په کولو سره غواړي چي په نورستان او کونړ ولایتونو کي له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وړاندي افراطي ډلي غښتلي کړي.

طاهري وايي، داسي شواهد او اسناد په لاس کي لري، چي د ډیورنډ د کرښي له هاغاړي پر افغان خاوره په توغندويي بریدونو کي پاکستانی اردو لاس لري:

«د توغندیوهغه ټوټې چي د پاکستان په پوځ پوري اړه لري تېر کال هم رسنیو او نړېوالو ته ښودل شوي وې، او اوس هم کافي اسناد سته، چي د توغنديو دا يرغلوونه د پاکستان له خوا کيږي.»

چارواکي وايي چي له تیرو ۲ میاشتو راهيسي د ډیورنډ کرښي له هاغاړي څخه د کونړ پر بېلابېلو سیمو په سوو توغندی لګیدلي دي، چي له امله ئې شاوخوا ۵۰۰ کورنۍ کډه کیدو ته اړي شوي دي او تر۱۰ تنو پوري ملکي وګړو ته مرګ ژوبله هم اوښتې ده.

د دغو بریدونو په غبرګون کي دوې ورځي وړاندي د کونړ د دانګام ولسوالۍ اوسیدونکو لاریون هم وکړ او په خپلو شعارونو کي ئې افغان حکومت ځکه پړ وګاڼه چي تر اوسه پوري ئې د پاکستان د توغندويي بریدونو جواب نه دئ ورکړی؟

خو د ملي امنیت عمومي ریاست د ویاند مرستیال شفیق طاهري وویل، چي افغان حکومت به هم له وخت سره سم د پاکستان ددغو بریدونو جواب ورکړي:

«د افغانستان دولت او ملت به هیڅکله ددغه راز بریدونو پر وړاندي چوپ پاته نه شي او په موقع سره به ددغو بریدونو ځواب ووايي.»

سره له دې چې تراوسه پاکستان په دې اړه څه نه دي ویلي، خو ددغه هېواد پوځي چارواکو څو ورځي وړاندي تور ولگاوه، چي له افغان خاوري څخه وسله وال وراوښتي دي او د هغوی ۱۷ سرتیري ئې وژلي دي.

له بلي خوا یو شمېر افغان پوځي شنونکي په دې برخه کي د افغان حکومت دریځ کمزوری ګڼي او سپارښتنه کوي چي افغان چارواکي باید دغه مسئله له خپلو نړېوالو ستراتیژیکو انډېوالانو سره مطرح کړي.

د پوځي چارو شنونکی جنرال امین الله امرخیل په دې اړه دويچه ويله پښتو ويب پاڼي ته وويل:

«افغانستان باید اخطار ورکړي، ملي دفاع وزارت باید یوازي په غندنه بسنه ونه کړي، بلکي پاکستان ته دي داسي اخطار ورکړي چي دغه ډول عمل بيا تکرار نه کړي.»

دغه راز په دې خبري غونډه کي د ملي امنیت ریاست د مرستیال ویاند وویل چي تېره اوونۍ ئې هغه ۷ کسیزه تروریستي ډله هم نېولې ده، چي د کابل پر هوايي ډګر، ستري محکمې، د ملي اردو پر اډې او د څرخې پله د زندان پر مامورینو ئې د همهالو ډله ییزو بریدونو هوډ درلود.

د ښاغلي طاهري په وینا دې ډلي د جهادي مشر او د ولسي جرګې د غړي استاد عبدالرب رسول سیاف د وژني پلان هم جوړ کړی وو.

اسماعيل شاکر/ کابل
کتونکی: نجيب الله زیارمل