1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ملي امنیت: خبره شوې ویدو د برمته شویو مسافرو نه ده

رضا شیر محمدي (مسعود جهش)۱۳۹۴ فروردین ۱۸, سه‌شنبه

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي چې د هغې ویدیو د اصلیت په اړه چې د جندالله ترهګرې ډلې یې د خپرولو ادعا کړې ده څیړنې پیل شوي دي. له بلې خوا امنیتي سازمانونه نه تاییدوي چې خپره شوې ویدیو برمته شویو کسانو پورې اړه لري.

https://p.dw.com/p/1F3kh
انځور: DW/H. Sirat

په ټولنیزو شبکو کې یوه ویدیو خپره شوې ده چې ښيي دوه نقاب لروونکي کسان چې یو يې په درې ژبه خبري کوي، د ملي اردو د یو سرتیری چې ادعا کوي د ۳۱ تنو برمته شویو مسافرو له ډلې څخه دي، د سر پرې کولو له لارې وژني. یو تن نقاب لروونکی کس دولت ته ګواښ کوي: «که د مجاهدینو غوښتنې پوره نه شي، نور به هم په ورته برخه لیک اخته شي.»

په داسې حال کې چې پر دغې ویدیو د جندالله عنوال لیکل شوی دي، خو نقاب لروونکي کسان خپل ځان «د ازبکسات اسلامي تحریک» ډلې پورې تړلي معرفي کوي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي چې تر اوسه پورې د خپرې شوې ویدو اصلیت روښانه شوی نه دی او دا چې استخباراتي سازمونه خپلو څیړنو ته دوام ورکوي.

د افغانستان د ملي امنیت ریاست هم په دې اړه یوه اعلامیه خپره کړې ده چې په کې دا خبره رد شوې چې خپره شوې ویدیو برمته شویو مسافرو پورې اړه لري. په اعلامیه کې راغلي دي: «دغه قاتلین ادعا کوي چې د ازبکستان اسلامي تحریک پورې تړلي دي. د ملي امنیت ریاست د دغه غیر اسلامي او انسانی جنایت په اړه څیړنې پیل کړي دي، ترڅو مجرمین وپیژندل شي او د قانون پنجو ته وسپارل شي.»

نابیژندل شویو کسانو څه نا څه ۴۰ ورځې مخکې د زابل ولایت له مربوطاتو څخه او د کابل – هرات پر لویه لار، لوی مسافر وړونکي موټر ودرول او له هغوی څخه یې ۳۱ تنه چې د افغانستان هزاره قوم پورې یې تړاو لاره، برمته کړل.

په زابل ولایت کې سیمه ییزو چارواکو ویلي دي چې په خاک افغان ولسوالي کې یې د ملي اردو د یوه سرتیري او د یوه زوړ سړي مړي موندلي دي. هغوی ویلي دي چې موندل شوی زوړ کس هزاره قوم پورې تړاو لري او داسې ښکاري چې د سړښت او یا هم ناروغۍ له کبله یې خپل ژوند له لاسه ورکړی وي.

د افغان حکومت د اجراییه وي رییس دویم مرستیال محمد محقق، تر دې مخکې ویلي وو چې دغه کسان د طالبانو پخوانیو غړو له خوا چې اوس د اسلامي دولت ډلې ته اوښتې دي، برمته شوي دي. محقق ویلي وو چې حکومت د دغو برمته شویو کسانو د خلاصون په برخه کې کافي اقدامات نه کوي.

د افغانستاد د مدني ټولنې یوه فعال باري سلام، له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل: «دا چې ښاغلي محقق حکومت په کم کارۍ تورنوي، ډیر د خندا خبره ده ځکه دی پخپله د حکومت برخه دي. ټول دې ته په تمه دي چې ولسمشر یو کار وکړي. زموږ غوښتنه دا ده چې نه یوازې ولسمشر بکله د حکومت ټول غړي لاس په کار شي.»

د مدني ټولنې غړو او د برمته شویو کسانو کورنیو په کابل کې یوه اعتراضیه خیمه وهلي ده. هغوی په دې ځای کې له حکومت څخه غواړي چې د برمته شویو کسانو د آزادي له پاره اقدام وکړي.

افغان امنیتي چارواکو د برمته کوونکو د موندلو له پاره په لومړیو ورځو کې عملیات په لاره واچول خو کومه پایله یې نه لرله.

د یوه برمته شوي وګړي زوی اسماعیل کیهان، له دویچه ویله سره په مرکه کې وویل: «دولت له خپلو امکاناتو سره کولای شوای چې مسافر په یوې ورځې یا ۲۴ ساعتونو کې آزاد کړي. خو هغوی په درو ورځو کې و نه شوای کړای چې د خاک افغان په نوم وړوکې سیمه پاکه کړي. زه وایم چې دغه عملیات د ۳۱ مسافرو د آزادي له پاره نه وو ترسره شوي.»

هغه زیاته کړه چې د ارګ پر وړاندې به د هغوی اعتراضي خیمه تر هغه وخته پورې ولاړه وي چې د ۳۱ برمته شویو مسافرو برخه لیک روښانه شي.

امنیتي چارواکو ویلي دي چې یاغیانو برمته شوي کسان په څو وړونکو ډلو ویشلي دي او هغوی په بیلابیلو سیمو کې ساتي. لا تر اوسه پورې روښانه نه ده چې خپره شوې ویدیو ۳۱ برمته شویو مسافرو پورې اړه لري او که نه او یا دا چې دغه کسان د کومې دلې له خوا برمته شوي دي، خو افغان چارواکي د لا ډیرو هڅو ژمنه کوي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب