1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د کندهار برید زموږ کارکوونکي کړی نه دئ»

مسعود جهش (د فرانسې خبري آژانس، اسوشیتد پرس)۱۳۹۱ مهر ۲۵, سه‌شنبه

د ملي امنیت ادارې ویلي دي چې د کندهار ولایت په معروف ولسوالۍ کر تر سره شوی ځانمرگی برید د هغوی د یوه کاروکونکي له خوا نه دئ تر شوی. تر دې مخکې د ایساف یوه ویاند ادعا کړې وه چې برید د دې ادارې یوه کارکوونکي کړی وو.

https://p.dw.com/p/16QgC
انځور: Reuters

یادښت: انځور له ارشیف څخه

د افغانستان د ملي امنیت ادارې ویلي دي چې د شنبې په ورځ په کندهار کې ځانمرګۍ برید د ملي امنیت د یوه کارکوونکي له خوا نه وو تر سره شوی. دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې د دې ادارې یوه بل کارکوونکي د فرانسې خبري آژانس ته د نوم د نه اخیستلو په شرط ویلي وو چې برید د ملي امنیت یوه کارکوونکي کړی وو.

د شنبې په ورځ د ناټو او افغان چاروکو خبر ورکړ چې یوه ځانمرګي برید په کندهار ولایت کې د ناټو یو سرتیری، یو تن ملکي کارکوونکی او څلور تنه افغان امنیتي کارکوونکي ووژل.

تر دې پېښې وروسته د ملي امنیت یوه کارکوونکي د فرانسې خبري آژانس ته د نوم د نه اخیستلو په شرط وویل: «دا یو ځانمرګی برید وو چې زموږ د یوه کارکوونکي له خوا تر سره شوی وو.»

په همدې حال کې د ایساف د ځواکونو یوه ویاند ادم وجک، د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي: «زه کولای شم چې د دې خبری پخلی وکړم چې د ملي امنيت یوه کارکوونکي د معروف په ولسوالۍ کې ځانمرګی برید کړی دئ. خو اوس موږ نه شو کولای چې د دې خبرې پخلی وکړو چې ایا دا یو دوست-دښمن برید وو چې هدف ئې د ائتلافي ځواکونو په نښه کول وو او که نه. موږ په دې اړه څیړنې کوو.»

دا په داسې حال کې ده چې د ملي امنیت یوه ویاند شفیق الله طاهري، د سه شنبې په ورځ وویل چې برید د ملي امنیت د کارکوونکي له خوا نه وو تر سره شوی. هغه ادعا کړې ده چې برید کوونکي یوازې د ملي امنیت د کارکوونکو یونیفورم پر تن لاره. طاهري زیاته کړې ده چې برید کوونکي یوازې د ملي امنیت اډې ته د ځان رسولو له پاره د دغې ادارې د کارکوونکو یونیفورم پر تن کړی وو.

خو د دې ادارې یوه بل کارکوونکي چې د فرانسې له خبري آژانس سره ئې د نوم د نه اخیستلو په شرط خبرې کړي دي ویلي دي چې برید کوونکي له اتو کلونو راهیسې په دې ادارې کې کار کاوه. دې وگړي زیاته کړې ده چې برید کوونکی په دې پوهیده چې امریکایان د ملي امنیت دغې اډې ته راځي:

«برید کوونکي هغه وخت خپل ځان وچاوه چې امریکايي او افغان چارواکي له څرخي الوتکې څخه د راکښته کیدو په حال کې ول. هغه پوهیده چې دغه پلاوی په دې ورځ اډې ته راځي.»

د ملي امنیت دغه کارکوونکي ویلي دي چې تر برید ورو ته په پېښه کې د وژل شوو وگړو له ډلې څخه د یوه تن ورور د برید کوونکي یو څلور کلن ورور وژلی دی. لومړنۍ څیړنې ښيي چې برید کوونکی تر برید یوه اونۍ مخکې خپله ښځه او ماشومان له افغانستان څخه پاکستان ته استولي ول.