1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

ملي امنیت: په افغانستان کې د القاعدې۸۰ جنګیالي وژل شوي

۱۳۹۶ آذر ۱۴, سه‌شنبه

د افغانستان د ملي امنيت ادارې د سه شنبې په ورځ وویل چې د القاعدې د یوه مهم مشر په ګډون د دې ترهګرې ډلې۸۰ جنګیالي د نړیوالو او افغان ځواکونو په ګډو عملیاتو کې وژلي دي.

https://p.dw.com/p/2on3a
Bildergalerie Künstliche Intelligenz
انځور: Getty Images/W. Santana-Pool

د افغانستان ملي امنیت ادارې د یوې خبرپاڼې په خپرولو خبر ورکړی چې «عمر خطاب چې د عمر منصور په نامه هم مشهور وو، له ۸۰ نورو جنګیالیو سره یوځای وژل شوي دي.» یادې ادارې همدا راز زیاته کړې ده چې دغه کسان په زابل، پکتیا او غزني ولایتونو کې د یو لړ ګډو عملیاتو په ترڅ کې وژل شوي دي.

دا چې کله او څنګه عمر خطاب وژل شوی، تر اوسه پورې واضح نه ده. د ملي امنیت په حواله، عمر خطاب طالب جنګیالیو ته د درنو وسلو کاروونه، د شپې عملیات او د اړیکو په برخه کې روزنې ورکولې.

د افغانستان استخباراتي ادارې همدا راز ویلي دي چې په دې عملیاتو کې د القاعدې ډلې۲۷ غړي نیول شوي او د دې ډلې پنځه مرکزونه یې له منځه وړي دي.

له ۱۹۹۶م کال څخه تر۲۰۰۱م کال پورې یعنې د طالبانو د حکومت پرمهال، طالبانو د القاعدې ډلې غړو او د دې ډلې مشر اسامه بن لادن ته خوندي ځای برابر کړی ول.

په عین وخت کې امریکا متحد ایالات له ډیرې مودې راهیسې وايي چې په افغانستان کې د القاعدې ډلې د جنګیالیو شمیر تر ۱۰۰هم راټیټ او محدود شوی دی. خو د افغانستان د استخباراتو اداره یا ملي امنیت بیا د تيرو عامړ معلوماتو په پرتله د القاعدې شبکې د ډیرو غړو د حضور خبره کوي.

DPAE(K.H/N.Z)