1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ملي امنیت: په راتلونکو میاشتو کې به امنیت نور هم خراب شي

خلیل الرحمان امید۱۳۹۴ تیر ۶, شنبه

په کندز او نورستان کې د ولسوالیو سقوط لامل شوی چې پارلمان د امنیت او دفاع لوړ پوړي چارواکي استجواب کړي. دغو چارواکو ویلي په راتلوکو شپږو میاشتو کې به امنیت لا پسې خراب شي.

https://p.dw.com/p/1FoNe
د افغانستان د ملي امنیت عمومي مشر
انځور: picture-alliance/dpa

د افغانستان پارلمان نن شبنه د ( چنګاښ پر ۶مه) د ملي امنیت لوی رئيس رحمت الله نبیل د ملي پوځ لوی درستیز قدم شاه شهیم او د کورنیو چارو وزیر نورالحق علومي استجواب کړل.

سره له دې چې وسله وال طالبان هره ورځ د هیواد په ځینو ولایتونو کې ولسوالۍ نیسي او امنیتي ځواکونو ته یې ستونزې جوړې کړې خو د کورنیو چارو وزیر نورالحق علومي وايي طالبان نه شي کولای کوم ولایت ونیسي.
امنیتي ځواکونو وړاندې تر دې هم ويیل چې طالبان د هېڅ کومې ولسوالۍ د نیولو توان نه لري خو اوس لیدل کیږي چې په پرله پسې ډول څو ولسوالۍ د طالبانو لاس ته ولوېدلي.

د ولسي جرګې په دې غونډه کې د ملي امنیت رئیس رحمت الله نبیل ولسي جرګې ته وویل:« ډېر په تفصیل سره له امنیتي ځواکونو سره هر څه شریک شوي او په دقت سره کار کوو څو وتوانېږو چې په راتلونکو شپږو میاشتو کې د دښمن پلانونه شنډ کړو.»
هغه زیاته کړه چې که څه هم هغوی به د امنیتي خوندیتوب له ‌پاره خپل ټول توان په کار واچوي خو زیاته یې کړه ‌چې حالات به په راتلونکو شپږو میاشتو کې نور هم خراب شي.
نبیل وویل:« په راتلونکو میاشتو کې زموږ ستونزې تر دې ډېرېږي. دا په دې معنا نه ده چې ګواکي امنیتي ځواکونه د حالاتو د کابو کولو توان نه لري. خو موږ تر ټولو لویه اړتیا یوالي ته لرو.»

د ملي امنیت رئیس زیاته کړه چې ۲۰۱۵ کال به افغان ځواکونو ته له ستونزو ډک کال وي خو زیاته یې کړه چې د ملي اردو، ملي امنیت او کورنیو چارو وزارت ځانګړي ځواکونه به لوی ګواښونه له منځه یوسي.

Afghanistan Kämpfe in Kunduz
انځور: picture alliance/landov/Xinhua/Ajmal

نبیل وايي دا مهال د طالبانو ډېر نومول شوي والیان افغانستان ته راغلي چې د هغوی ټول مرکزونه په ګوته شوي او هڅه کوي چې له منځه یې یوسي.د افغانستان د ملي امنیت رییس وویل سږ کال طالبان هڅه کوي ‌چې د افغانستان ستراتیژیکې سیمې ونیسي او له هغه ځایه فعالیت وکړي.

نوموړي زیاته کړه:« ځینې ولسوالۍ طالبانو ته ستراتیژیک اهمیت لري لکه هغه ولسوالۍ چې د برېښنا بندونه پکې دي او یا هم لویې لارې ترې تېرې شوې دي. او همدا شان طالبان هڅه کوي په لرو پرتو او هغو ولسوالیو کې راغونډ شي چې د حکومت تر کنټرول وتلې دي.»
د ملي امنیت لوی رئیس وویل طالبان د خپلو بهرنیو ملاتړو په مرسته غواړي خپلو مشخصو موخو ته چې د ولسوالیو نیول هم پکې شامل دي ځان ورسوي. خو زیاتوي چې ۲۰۱۵ کال د افغانستان د بقا کال دی.

د امنیت د خوندیتوب دروند بار

بل پلو د کورنیو چارو وزیر د امنیتي حالت د خرابوالي د علتونو د یادولو په لړ کې وویل چې افغان ځواکونه له یوې خوا پوره امکانات نه لري، او له ‌بلې خوا د بهرنیو ځواکونو په وتلو سره یې په اوږو لوی بار ور اچول شوی. نوموړي په پاکستان کې د تروریستانو پر وړاندې عملیات د امنیتي د خرابوالي د بل لامل په توگه یاد کړل.

علومي زیاته کړه: «دښمن د افغانستان هیڅ کوم ولایت د نیولو امکانات نه لري. ابتکار د امنیتي ځواکونو په لاس کې و او لا هم دی. په تېرو څو میاشتو کې د دښمن لسګونه او سلګونه پلانونه رسوا شوي دي.»

علومي وايي په روان کال کې وسله والو طالبانو نا امنۍ له سویل څخه شمال ته انتقال کړې. دی دا خبره مني چې په سویل کې هم امنیتي ستونزې شته خو وايي له شمال سره یې بڼه توپیر لري.

دوه ورځې وړاندې د طالبانو له خوا د نورستان د وانټ وایګل ولسوالۍ په نیولو سره اندېښنې نورې هم زیاتې شوې. دا مهال بدخشان، کندز، بغلان، فاریاب، نورستان او هملند هغه ولایتونه دي‌چې نا امنۍ پکې تر نورو ډېرې تر سترګو کیږي.