1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ملي مشورتي جرگې ته سل په سلو کي تيارئ نيول سوی دی

۱۳۸۹ خرداد ۹, یکشنبه

افغان حکومت وايي، چي د راتلونکي عيسوي مياشتي د 2 څخه تر 5 نيټې پوري به د سولي ملي مشورتي جرگه چي تر خپل وخت دوه واري وځنډېدل را وبولې...

https://p.dw.com/p/NdI7
جرگې ته رابلل سوي سپين ږيري
جرگې ته رابلل سوي سپين ږيريانځور: AP

په کابل کي زموږ همکار جمال کوټوال ددې جرگې د تخنيکي چارو د مسئول ډاکټر فاروق وردگ سره مرکه کړې او په لومړی سره کي يې ځني پوښتلي، چي د سولي د ملي مشورتي جرگې چاري په کوم پړاو کي دي.

وردگ: د سولي د ملي مشورتي جرګې چارې په سلوكي سل بشپړي سوي دي. د جرګې غړي په ګوته سوي دي، سبا چي د جرګې د غړو ليست نهايي شي دعوت نامې مو ليږلي دي، ترڅو د واليانو په ذريعه د جرګې غړي راوليږدول سي. دا چي په دې جرګه كې د ټولو اقشارو نماينده ګي سته، كه چيرې زياته عجله وكړو نو د ځينو ولسواليو څخه به خلك راونه رسيږي.

د مثال په توګه د بدخشان د لرې ولسواليو لپاره څو ورځي پكار دي چي لومړۍ فيض آباد ته روارسيږي او بيا كابل ته راسي. موږ د جرګې د پيل كيدو دپاره درې ورځي د مخكه ضرورت لرو چي د جرګې غړي راجستر كړو، هرچاته د خپل اطاق كلي وركړو هرچاته خپله كمېټه ور معلومه كړو بيا د جرگې څخه دوې ورځي د مخه يې د طرزالعملونو سره اشنا كړو بيا به جرګه پيل كيږي.

دويچه ويلي:جرګه د نړيوالو او ملي مرستو څخه څومره برخمنه ده ؟

وردگ: امریکا ته د جمهور رئيس د سفر څخه د مخه دا ګونګوسې وې، چي آيا دا جرګه به په نړيواله كچه د مرستي څخه برخمنه سي كه نه ، د خداى څخه شكر ګذاره يو چي زموږ د جمهور رئيس د وروستي سفر څخه وروسته په دې برخه كي ټولي ګونګوسې ختمي سوې.

دويچه ويلي: خلك څومره اميدوار ه دي چي د سولي د ملي مشورتي جرګې د جوړيدو څخه به څه ناڅه سوله ټينګه سي؟

وردگ: دا چي د دې جرګې په جوړيدو سره به يو الهي حكم پرځاى شي الله امركړى دى چې تاسو په خپلو چاروكې مشوره وكړو دوهم د دې جرګې په جوړيدو سره زمونږ يو غني دود چې هغه پنځه زره مخكنى تاريخ جرګه دى پرځاى شي .

افغانانو تل د جرګو په ذريعه خپلې ملي او نړيوالۍ ستونزې حل كړي دي دا رواج به ژوندي وساتل شي او دريم دا چې ملت په يو آواز متحدانه غږ وكړي او په مخالفينو باندې غږ وكړي چې را ځه د وطن تودې غيږې ته راشته او د وطن په اباد ولو كې برخه واخله نه په ړنګيدو لو كې.

زه پوره باور لرم چې په همدغه د دې اصولو چې هغه الهي حكم ، وطني عنعني او د جرګو ځواكمني ده دا ځال به د سلوې پروسه خپله د خلكو له خوا دا نوښت شوى او د دې جرګې مالكيت به د خلكو او پرګنو سره وي ځاكه خو زياته تمه ورنه كيداى شي ، چې دا جرګه به ښې نتجې وركړي.

دويچه ويلی: د مخالفينو غبرګون په دې اړه څه دى ؟

وردگ: هغه مخالف چې افغان دى مسلمان دى او په دې وطن يي زړه خوګيږي ګناه به يا زمونږ وي يا به د دوي وي خو يو بل ته به عفوه وكړو او له دېنه وروسته به ورورۍ كې ژوند كوو ، هغه به راځي او د دې وطن په جوړيدو كې به برخه اخلي .

جمال كوټوال /كابل