1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ملي وحدت حکومت خپله کابينه اعلان کړه

سيد رياض۱۳۹۳ دی ۲۲, دوشنبه

د افغانستان د ملي یووالي حکومت تر جوړيدو نزدې ۳ مياشتي وروسته ۲۵ وزارتونو ته د کاندیدانو نومونه اعلانه شول. وزارتونو ته په نومول شوو وزیرانو کې د پخوانۍ کابینې هیڅ وزیر نه شته.

https://p.dw.com/p/1EIuC
انځور: AFP/Getty Images/S. Marai

د کابینې د معرفي دغه اعلان د دوشنبې په ورځ (۲۰۱۵م کال د جنورۍ ۱۲مه) په ارگ کې د یوې لنډي غونډي په ترڅ کي چې جمهور رئيس محمد اشرف غني او اجرائیه رئيس عبدالله عبدالله پکې حضور لاره، وکړ. په دغه غونډه وزارتونو ته اکثره نومول شوي کانديدان هم حاضر ول.

د جمهوري ریاست د دفتر او د چارو د ادارې رئيس عبدالسلام رحیمي د ملي یووالي حکومت د ۲۵ وزیرانو او دوو خپلواکو ارگانونو د رئیسانو د ټاکلو په هکله د افغانستان د جمهور رئیس محمد اشرف غني فرمان ولوست. هغه وویل چې د افغانستان د اساسي قانون د حکم له مخې د افغانستان جمهور رئيس د ۲۵ وزیرانو او د دوو ادارو د رئیسانو وړاندیز منلی دی او ولسي جرگې ته یې معرفي کوي.

په امنیتي برخه کې شیر محمد کریمي د دفاع وزیر، نورالحق علومي د کورنیو چارو وزیر او رحمت الله نبیل د ملي امنیت د رئیس په توگه معرفي شوي دي.

په اقتصادي برخه کې غلام جیلاني پوپل د مالیې وزیر، دواد سبا د کانونو وزیر، محمد سردار محمد رحمان اوغلي د اقتصاد وزیر، سردار محمد رحیمي د سوداگرۍ او صنایع وزیر او خلیل صدیق د افغانستان بانک د رئیس په توگه معرفي شوي دي.

که څه هم ولسمشر محمد اشرف غني په خپلو ټاکنیزو کمپاینونو کې په خپله کابینه کې د ښځو پر حضور ټینگار کاوه، خو په پیشنهادي کابینه کې يې یوازې درې ښځې وزارتونو ته نومول شوي دي. نجیبه ایوبي د ښځو چارو وزیره، خاطره افغان د لوړو زده کړو وزیره او آی سلطان خیري د اطلاعاتو او کلتور د وزیرې په توگه نومول شوې ده.

د محمد اشرف غني د حکم پر اساس صلاح الدین رباني د بهرنیو چارو وزیر، احمد سیر مهجور د عدلیې وزیر، گل زلمی یونسي د ښووني او روزني وزیر، او عباس بصیر د فواید عامې وزیر په توگه نومول شوي دي.

همداشان فیروزالدین فیروز د عامیې روغتیا، یعقوب حیدري د زراعت او مالدارۍ، برنا کریمي د مخابراتو او معلوماتي ټیکنالوژی، نصیر احمد دراني د کلیو او پراختیا، محمود صیقل د انرژۍ او اوبو، سادات نادري د کار، ټولنیزو چارو او شهدا او معلولینو، سید حسین عالمي بلخي د کډوالو چارو، فیض احمد عثماني د حج او اوقاف او فیض الله کاکړ د مخدرو موادو پر ضد مبارزې د وزیرانو په توگه نومول شوي دي.

پر دې سربیره قمرالدین شینواری د سرحدونو او قبایلو چارو د وزیر، فیض الله ذکي د ترانسپورت وزیر، او شاه زمان میوندي د ښاري چارو د وزیر په توگه نومول شوي دي.

جمهور رئيس د اعتماد رایې د تر لاسه کولو له پاره ولسې جرگې ته د کابیني د معرفې کولو امر کړی دی. ولسې جرگې په تیرو وختونو کې د کابینې د نه اعلانیدو له کبله سخته نیوکه کړې وه. دا چې ټول وزیران به له ولسي جرگې څخه د اعتماد رایه تر لاسه کړي، یوه بله پوښتنه ده. که چیري ټول وزیران د اعتماد رایې تر لاسه نه کړي نو ښایي افغان ولسمشر به د نوي کابینې د جوړولو له پاره، له نوو خنډونو سره مخامخ شي.

محمد اشرف غني د تیر میلادي کال د سپتمبر میاشتي پر ۲۹مه نېټه د افغانستان د ولسمشر په توگه د لوړي کولو پرمهال ویلي ول، چې نوې کابینه به تر ۴۵ ورځو پوري اعلان کړي. خو د دغي اعلان تر درو میاشت زيات وخت ونيو.

په تیرو ورځو کې یو شمیر کورنیو او بهرنیو رسنیو داسې رپوټونه ورکړي ول، چې گواکې محمد اشرف غني په کابینه کې طالبانو ته د څلورو وزراتونو وړاندیز کړی دی. خو د جمهور رئيس محمد اشرف غني ویاند دغه رپوټونه رد کړل.