1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ملګرو ملتونو د دوامداره ودې اهداف وټاکل

آژانسونه/نوری ۱۳۹۴ مهر ۴, شنبه

د ملګرو ملتونو په سرمشریزه کي د نړۍ دولتي او حکومتي مشرانو د دوامداري ودي په خاطر لوړ هدفونه وټاکل. ملالې یوسف زۍ وغوښتل چي پر ښوونې او روزنې باندې باید ډیرې پیسې مصرف سي.

https://p.dw.com/p/1Gdvy
انځور: dpa/picture alliance
د آلمان صدراعظمي انګيلا ميرکل د پرمختیايی مرستو د لوړولو او ټولي نړۍ د اقليم ساتني په برخه کي د مرستو د دوامدراه ډیرولو ژمنه ورکړه. میرکل په نیویارک کي د ملګرو ملتونو د دوامداري ودي په سرمشریزه کي وویل چي «آلمان مکلف دی ترڅو د خپل ناخاص ملي عوایدو ۰،۷ سلنه برخه پرمختیايی مرستو ته ځانګړې کړي». اوس د دغو مرستو کچه ۰،۴ سلنه ده. میرکل ټینگار وکړ چي مهمه دا ده چې په ټولې نړۍ کي د کاربن ډاي اکسايډ او کاربن تولید کچه راکمه سي. په همدې منظور باید صنعني هيوادونه خپلي ژمنې پوره کړي او ورسته پاتې هیوادونو ته د ۲۰۲۰م کال څخه د اقليم ساتني په خاطر د کال ۱۰۰ ملیارډه ډالر ورکړي. میرکل ډاډ ورکړ چي آلمان به خپل سهم ادأ کړي.
د تیښتي له عواملو سره باید مبارزه وسي
صدراعظمي ميرکل په خپله وینا کي همدارنگه د مهاجرت کړکیچ ته هم اشاره وکړه او ویې ویل چي په میلیونونو انسانان د جګړو، نښتو، شخړ او ښې راتلونکې نه لرلو له کبله له خپلو سیمو کې څخه تیښتي ته مجیوره دي. هغه ټینګار وکړ چې دغه ستونزې ته د پای ټکي ایښودو له پاره باید د انسانانو د تیښتې عوامل له منځه ویوړل شي. د هغې په خبره «د ۲۰۳۰ م کال اجنډا د همدې کار له پاره ډیر ښه چوکاټ برابروي چې پر اساس یې د پرمختیايی ودي اقتصادي، ایکیالوژیکي او ټولنیز اړخونه سره یو کیدای شي.»
د ملګرو ملتونو د ۱۹۳ هيوادونو ټولو استازو په نیویارک کي د دوامداري پرمختیا یوه نړیواله اجنډأ تصویب کړه. په هغوی کي چي د ۱۵۰ هيوادونو دولتي او حکومتي مشران هم شامل وه تر ۲۰۳۰م کال پوري یې دغه پروگرام د رایو په اتفاق سره ومانه.
لوږه او غربت باید له منځه ولاړ سي
د ملګرو ملتونو عمومي منشي بان کيمون دا د بشریت په تاریخ کي یوه ډیره مهمه او قاطع شیبه وبلله. بان وویل چي تر ۲۰۳۰م کال پوري به سخت لوږه او غربت له منځه ولاړه سي، چاپیریال ته به لا ډیره توجه وشي، بشري حقونه به تقویه او د تشدده ډکي پيښی او جنگونه به راکم سي. د دوامداري ودي دغه پروگرام د ملګرو ملتونو د زرمي اهدافو برخلاف، چي په همدې کال کي پای ته رسیږي، نه یوازي د شا ته پاتو، بلکي د پرمختیا په درشل او صنعتي هيوادونو له پاره هم اعتبار لري.
د ملګرو ملتونو دغه سرمشریزه د کاتولیکو عیسویانو رهبر پاپ فرانسیسکوس پرانستله. پاپ د دوامداري ودي پروگرام د امیدوارۍ یوه مهمه نښه وبلله او اضافه یې کړه چی که څه هم د دوامداري ودي په خاطر لويې ژمنې شوې دي او مکلفیتونه منل سوي دي خو دا یوازي کفایت نه کوي بلکه باید ژر تر ژه عملي گامونه او مشخص اقدامات تر سره سي ترڅو یوه عادلانه نړۍ رامنځ ته سي. پاپ همدرانگه په ټوله نړۍ کي د بې عدالتی او عدم مساوات د ختمیدو غوښتنه وکړه. هغه وویل: «اقتصادي او اجتماعي بې عدالتي د انساني ورورۍ پر خلاف عمل دی او هغه په بشري حقونو او طبیعي محیط کي سخته مداخله ده.»
ميرکل د ملالي یوسف زۍ سره وکتل
صدراعظمي انګيلا ميرکل د سرمشریزي په څنډه کي د نوبل د سولي جایزې له گټونکې ملالي یوسف زی سره د ښځو او نجونو د تعلیم او تربیې د چانسونو په اړه خبري وکړې. د آلمان د حکومتي سرچینو په حواله ۱۸ کلني ملالي خپل بنسټ میرکل ته معرفي کړ، کوم چي په ټوله دنیا کي نجونو ته د ۱۲ کلني تعلیم زمینه برابروي. ملالي په سرمشریزه کي د دولتي او حکومتي مشرانو څخه وغوښتل چي پر ښونې او روزنې ډیري پیسې مصرف کړي.
د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب