1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د روهینګیا ماشومانو د برخه لیک په اړه اندیښنې

۱۳۹۷ شهریور ۱, پنجشنبه

ملګرو ملتونو ویلي چې د بنګله ديش په کمپونو کې میشت روهینګیا ماشومان چې مناسب تعلیمي امکانات نه لري به په یوه «هير شوي نسل» بدل شي. يو کال مخکې څه باندې ۷۰۰ زره روهنګيا له ميانمار څخه بنګله ديش ته مهاجر شول.

https://p.dw.com/p/33cWI
Bangladesch Rohingya Bildung
روهنګيا مهاجر ماشومان - د آرشيف انځورانځور: picture-alliance/AP Photo/M. Swarup

د ملګرو ملتونو د ماشومانو ادارې یا يونیسف د پنجشنبې په ورځ (د ۲۰۱۸م کال د اګست ۲۳مه) په خپل يو رپوټ کې ويلي دي چې د بنګله ديش په کمپونو کې څه باندې ۳۸۰ زره روهنګيا مهاجر ماشومان د خطر په معرض کې قرار لري. دا په داسې حال کې ده چې پر سلونو زره نورو روهنګيايي ماشومانو باندې په ميانمار کې مرستې بندې دي.

د يونيسف ادارې د وياند الاستاير لاوسن تنکرید، په خبره بنګله ديش روهنګيايي مهاجر له رسمي زدکړو منع کړي دي او هغه په دې دليل چې بنګله ديش حکومت ويره لرې چې کيدای شي له دې سره روهنګيايي مهاجر په «دايمې توګه» په بنګله دیش کې پاتې شي.

د لاوسن تنکرید په وينا د مهاجرت کړکيچ په پيل کې مرستندويو سازمانونو هغو مهاجرو ماشومانو ته چې عمرونه يې د درو او ۱۴ کلونو تر منځ دي د زدکړې غير رسمي مرکزونه جوړ کړل. خو هغه تنکي ځوانان چې له ۱۴ کلونو يې عمرونه ډير وو ناهيلې او له دغو امکاناتو بې برخې پاتې شول.

هغه د بنګله ديش د کوکس بازار څخه د تيلفون له لارې د توماس رويترز بنسټ ته وويل: «بې له شکه چې دلته يو خطر موجود دی چې کيدای شي موږ له یو هیر شوي نسل سره مخامخ شو.»

میانمار پر یو شمیر روهینګیا ګډوالو د مرستو بندیدو غوښتنه کړې

م م: میانمار ته د روهنګيايانو د بيرته ستنيدو شرايط نه دي مساعد

هغه زیاته کړه: «ژر او یا هم له ځند سره با تاسو د ناراضه ځوانانو له لویو ډلو سره لاس او ګریوان شئ.»

تير کال ډيری روهنګيايي مهاجر د جګړو په لومړيو څلورو مياشتو کې له پولې څخه د بنګله ديش لور ته واوښتل. د مهاجرتونو لړۍ وروسته له هغې پيل شوه چې د ميانمار پوځ له خوا په راخين ايالت کې چې روهنګيا مسلمان اقليت په کې اوسيږي، پوځي عمليات پيل شول. میانمار حکومت دغه علميات وروسته له هغې په لاره واچول چې روهنګيايي ياغيانو د ۲۰۱۷م کال د اګست مياشتې په ۲۵مه نيټه، د راخين په يوه لرې پرته سيمه کې د امنيتي ځواکونو پر يوې امنيتي پوستې بريد وکړ او يو شمير ځواکونه يې ووژل.

د بشر حقونو فعالانو له خوا د ميانمار پر پوځ تورونه ولګول شوي چې د عملياتو پر وخت يې له روهنګيايايي ملکيانو سره د جنسي تيري، وژنو او د هغو د کورونو د سوځولو په ګډون جنايتونه کړي دي خو د ميانماري چارواکو دغه ډول رپوټونه په پرله پسې توګه رد کړي دي.

د ماشومانو د ژغورنې خيريه سازمان روانه اوونۍ په خپلې يوې څيړنې کې ويلي دي چې د دغو تاوتريخوالو په ترڅ کې بنګله ديش ته په راغليو هرو دوو روهنګيايي مهاجرو ماشومانو کې يو يې پرته د مور او پلار دي. دا په داسې حال کې ده چې په کوکس بازار کې ۶۰۰۰ نور داسې ماشومان هم ژوند کوي چې يا يوازې دي او يا په خپله ځان ته رسیدګي کوي.

د موضوع په تړاو زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز البوم:

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل