ملګرو ملتونو په سوډان کي د جگړې د بنديدو غوښتنه کړې ده
۱۳۹۱ فروردین ۲۵, جمعهاعلان
ملګرو ملتونو د سوډان او جنوبي سوډان پر پوله په چټکه توګه د جګړې د بندولو غوښتنه کړې ده. د دغه سازمان د امنیت شورا په یوه اعلامیه کې راغلي دي چې د نښتو پراخیدو د دواړو افریقايي هیوادونو تر منځ د یوې بلي جګړې ویره رامنځته کړې ده. جنوبي سوډان د تیر میلادي کال د جولای په میاشت کي له سوډان څخه جلا شو. تر عربي اغیز لاندي سوډان او په تیلو د غني جنوبي سوډان تر منځ د مځکنیو زیرمو او سرحدي سیمو پر سر لانجه روانه ده. جنوبي سوډان اوس د سوډان د تیلو مهم کویان نیولي دئ.