1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونه

ملګري ملتونه: افغان امنيتي ځواکونو په اختر کي ۱۱ ملیکان وژلي

۱۳۹۸ مرداد ۲۳, چهارشنبه

ملګرو ملتونو په پکتیا ولایت کې د افغان امنيتي ځواکونو د عملیاتو په پایله کې د ۱۱ ملکیانو پر وژنې ژوره اندیښنه څرګنده کړې ده. ځايي چارواکي بیا وايي چې زياتره وژل شوي د پوهنتونو محصلین وو.

https://p.dw.com/p/3NseY
Afghanistan Angriff auf das Konsulat Indiens in Herat 23.05.2014
انځور: DW/H. Hasimi

په افغانستان کي د ملگرو ملتونو دفتر د چهارشنبې په ورځ (۲۰۱۹م کال د اګست میاشتې۱۴مه نیټه) د هغي پيښي په اړه خواشيني ښوولې ده چې په پکتیا ولایت کې د حکومت پلوه ځواکونو د عملیاتو په پایله کې رامنځ ته شوې او ۱۱ ملکيان پکښې وژل شوي دي. دغه عملیات د اختر په ورځو کې د پکتیا ولایت په زرمت ولسوالۍ کې ترسره شوي دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي نمایندنګۍ یا یوناما د ټویټر په یوه پیغام کې ویلي دي چې «ملکیانو ته زیان رسول باید ودرول شي» او زیاتوي چې د اختر په ورځو کې د [امنیتي ځواکونو له لوري] چاڼیز عملیات ترسره شوي دي.

بل لوري د پکتیا د ولايتي شورا غړ الله میر خان بهرامزوی بیا د ۱۳ ملکیانو د وژلو خبره کړې ده او زیاتوي چې زیاتره وژل شوي کسان د پوهنتون محصلین او یو یې پکې د ښوونځي مدیر وو.

د رپوټونو پر اساس دوی د یکشنبې په شپه د شپینیو عملیاتو پر مهال وژل شوي دي. د ولایتي شورا د غړي بهرامزوی په خبره، دغه عملیات د پکتیا ولایت په زرمت ولسوالۍ کې افغان امنیتي ځواکونو کړي.

د جولای میاشتې په ورستیو کې د ملګرو ملتونو په خپل یوه ربع وار رپوټ کې ویل شوي ول چې حکومت پلوه ځواکونو د روان میلادي کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د مخالفینو په پرتله ډیر ملکیان وژلي دي.

یوناما په افغانستان کې د ملکیانو پر وژلو سخت غبرګون ښوولی دی.
یوناما په افغانستان کې د ملکیانو پر وژلو سخت غبرګون ښوولی دی. انځور: AP

په رپوټ کې راغلي وو چې په دې موده کې بیا د حکومت وسله والو مخالفینو ډیر کسان ټپیان کړي دي. د رپوټ پر اساس، د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې افغان امنيتي ځواکونو او د دوی بهرنیو متحدینو ۷۱۷ تنه ملکیان وژلي او د حکومت وسله والو مخالفینو بیا ۵۳۱ تنه ملکیان وژلي دي. په دې ترتیب سره په مجموعي ډول ۱۳۶۶ تنه ملکیان وژل شوي چې د تیر کال د همدې مودې په پرتله ۲۱ سلنه کمښت ښيي.

سربیره پر دې د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د افغان امنیتي ځواکونو د پوځي عملیاتو په پایله کې ۱۳۹۷ تنه ملکیان ټپیان شوي چې د تیرکال د همدې مودې په پرتله ۳۱ سلنه ډيروالی ښيي.

یوناما په خپل رپوټ کې ویلي چې د دغو مرګ ژوبلو اصلي لامل چاڼیز عملیات او هوايي بریدونه ول. په دې موده کې د حکومت ضد مخالفینو چې پکې طالبان او داعش عمده ډلې دي، په مجموعي ډول ۱۹۶۸ کسان تلف شوي چې د تیرکال په پرتله ۴۳ تنه کمښت ښيي.

DPA / KH-NZ