1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ملګري ملتونه د افغانستان په سوله کي مرسته کوي

۱۳۹۰ شهریور ۱۸, جمعه

د ملګرو ملتو عمومي منشي بان کي مون وويل چي ملګري ملتونه کولاي شي د افغانستان د سولي په خبرو اترو کي مرسته وکړي. هغه له نړيوالي ټولني څخه وغوښتل چي له افغانستان څخه د خپلو سرتيرو له ايستلو سره دغه هيواد يواځي پري نه ږدي

https://p.dw.com/p/12Vqy
د ملگرو ملتو عمومی منشی بان کی مون
د ملگرو ملتو عمومی منشی بان کی مونانځور: picture alliance ZUMA Press

د ملګرو ملتو عمومي منشي  بان کي مون پرون  په څبلي  يوي ونيا کي يو ځل به د افغانستان د شخړي د سوليز حل لپاره غږ وکړ.

د سپتمبر د يولسمي د حملو د لسمي کاليزي په درشل کي بان کي مون په خپلي وينا کي د هغه ورځي د سهار ناورين ته چي دي  يي د ملګرو ملتو په مقر کي شاهد ؤ، هم اشاره وکړه.  د سپتمبر يولسمي په افغانستان کي د طالبانو د رژ يم  پر ضد د امريکا متحده ايالاتو تر مشري لاندي د نړيوالي ايتلاف پوځي عمليات ولمسول.

د ملګرو ملتو عمومي منشي وويل، په داسي حال کي چي تر 2014 کال پوري ټول نړيوال ځواکونه له افغانستان څخه وځي،  دا بايد له دي هيواد څخه د نړيوالي ټولني د بشپړ وتلو په توګه ونه ګڼله شي.

د آستراليا د کانبيرا په ښار کي بان کي مون وويل: «نړيواله ټولنه مکلفيت لري چي د يوي اوږدي مودي په موخه افغانستان سره خپلي ملګرتيا ته دوام ورکړي، حتي وروسته له هغي هم چي د نړيوال امنيتي مرستندوي ځواک آيساف غړي هيوادونه خپل سرتيري له دي هيواد څخه وباسي.»

بان زياته کړه « په افغانستان کي لا تراوسه ناامني ده» او نړيوال ځواکونه کولاي شي چي د افغانستان د ملي اردو او ملي پوليسو د روزني لپاره خپلي هڅي پراخي کړي.

بان وويل چي ملګري ملتونه کولاي شي د افغان  ولسمشر حامد کرزي حکومت سره سياسي او تخنيکي مرسته وکړي ترڅو د طالبانو تر مشري لاندي له بغاوت سره خبرو اترو ته کښيني، هغه خبري اتري چي د لويديځو چارواکو د ويناوو  له مخي په اوسني وخت کی يواځي په «آزمايښتي» پړاو کي دي.

هغه وويل: «پوځي لاري چاري مهمي دي او ګټوري، خو هغه هيڅکله په بشپړه توګه ټولي ستونزي حل کولاي نه شي. تل  بايد يو سياسي ديالوګ موجود وي او په دي  اړه نړيواله ټولنه سره موافقه ده چي د ستونزو د حل لپاره بايد يو ډول خبري اتري او ديالوګ پيل شي.»

په اوسني وخت کي کابو سل زره امريکايي سرتيري په افغانستان کي موجود دي چي له دي جملي څخه 33 زره يي د 2012 کال تر پايه پوري بيرته خپل هيواد ته ستنيږي.  ويل شوي دي چي د 2014 کال تر پايه به ټول نړيوال جنګي سرتيري له افغانستان څخه ووځي.

د ملګرو ملتو د عمومي منشي دغه يادوني په داسي وخت کي عنوانيږي چي امريکايي چارواکو په متحده ايالاتو باندي د يو نوي تروريستي بريد د ګواښ خبرداري ورکړ. د  هغوي د ويناو له مخي  د ترهګرو د هغه يو پلان څخه خبري شوي چي غوښتل يي د سپتمبر د يولسمي د حملو د لسمي کاليزي په درشل کي  له نقليه وسايلو څخه په کار اخيستو سره په يو لړ بمي حملو لاس پوري کړي.

د ملګرو ملتو عمومي منشي   په خپلي وينا کي د 2001 کال د سپتمبر د يولسمي نيتي ترهګرايز  بريد ته په اشاري  سره وويل: «هغه ورځ زما ښه په ياد ده. څو ساعت مخکي له هغي ما  بايد د ملګرو ملتو د عمومي اسامبلي د رياست د غونډي لپاره تياري نيولي واي. خو د تروريسيتي بريد له امله ټول مجبوره شول چي د ملګرو ملتو له مقر څخه ووځي.  د ملګرو ملتو مشري کي خلاء رامنځ ته شوه. او دا د ملګرو ملتو په تاريخ کي تر ټولو سخته ورځ وه.»

بان کي مون وويل: وروسته له 24 ساعتونو  د ملګرو ملتو عمومي اسامبله بيرته دايره شوه او په لومړي سر کي دغه حمله  په ډيره کلکه توګه وغندله. خو هغه وويل لس کاله وروسته هم نړي د تروريزم له ګواښ او ويري څخه ژغورل شوي نه ده.   

فرانس پرس/ عبدالباري حکيم
کتونکي: سيد رياض