1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د بې پیلوټه الوتکو بریدونه څیړل کیږي

مسعود جهش (AFP, Reuters, AP)۱۳۹۱ بهمن ۶, جمعه

ملګري ملتونه د بې پیلوټه الوتکو د بریدونو او هدفي ملکي وژنو په اړه یوه څیړنه په لاره اچوي. د دغې څیړنې اصلي هدف د هغو شواهدو ازمویل دي چې ښيي د بې پیلوټه الوتکو بریدونه په نا متناسب ډول د ملکي وژنو لامل کیږي.

https://p.dw.com/p/17RBk
انځور: AP

د ترهګرۍ ضد او بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړي څیړونکي بن ایمرسون، د پنجشنبې په ورځ په لندن کې یوه خبري کنفرانس ته وویل، کله چې د بې پیلوټه الوتکو په بریدونو کې یوه ستونزه رامنځ ته کیږي نو باید په دې برخه کې د ځواب ورکولو له پاره او یا د دغو بریدونو د مسوولیت پر غاړه اخیستلو له پاره یو سیستم موجود وي. ښاغلی ایمرسون یو بریتانیاوی قانون پوه دی.

د شکمنو ترهګرو پر ضد د بې پیلوټه الوتکو په بریدونو کې د ملکي کسانو وژل د دې څیړنې اصلي موضوع ده. ایمرسون چې پخپله د دې څیړنې مشري کوي وویل چې اوس په نړۍ کې د بې پیلوټه الوتکو تکنالوژي په ډیره چټکۍ سره د پرمختګ په حال کې ده چې د هغه په خبره باید د دغو الوتکو د بریدونو له پاره یو نوي قانوني چوکاټ رامنځ ته شي.

ایمرسون وویل: «دا هم د اصولو له نظره یوه ښه خبره ده او هم د سیاسي واقعیتونو له مخې دا دقیقه ده چې نړیواله ټولنه باید اوس خپل پام هغو معیارونه ته واړوي چې په دغه تخنیکي پرمختګ کې پلي کیدای شي.»

د مشخصو مواردو څیړل

د دغې څیړنې په ټرڅ کې به په پاکستان، یمن، صومالیا، افغانستان او د فلسطین په خاوره کې د بې پیلوټه الوتکو ۲۵ بریدونه وڅیړل شي.

ډیری هیوادونه په وسلو سمبالې بې پیلوټه الوتکې لري. خو د هغوی په ډله کې ډیر وخت متحده ایالات او اسراییل له دغو الوتکو څخه په خپلو پوځي عملیاتو کې کار اخلي. له ۲۰۰۴ کال راهیسې د امریکا د استخباراتي ادارې بې پیلوټه الوتکو ۳۴۶۱ کسان وژلي دي. د انګستان د څیړنیز ژونالیزم اداره Britain's Bureau of Investigative Journalism وایي چې د دغو وژل شویو کسانو په ډله کې د ۱۷۶ تنو ماشومانو په ګډون ۸۹۱ ملکي وګړي هم شامل ول.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ادارې له ایمرسون څخه تر هغه وروسته د دغې څیړنې د په لاره اچولو غوښتنه وکړه چې له پاکستان، چین او روسیې څخه یې د دغې څیړنې د په لاره اچوولو غوښتنې تر لاسه کړې.

ایمرسون ویلي دي چې هغه تمه نه لري چې د دې څیړنې په ترڅ کې به داسې شواهد په لاس راوړي چې په پایله کې به یې کوم څوک په مستقیم ډول قانوني ځواب ویلو ته اړ شي.

د ترهګرۍ ضد او بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړي څیړونکي بن ایمرسون
د ترهګرۍ ضد او بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړي څیړونکي بن ایمرسونانځور: C.Court/AFP/Getty Images