1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ملګري ملتونه: روان کال کې کابو ۱۵۰ زره افغانان بې ځایه شوي

۱۳۹۶ تیر ۲۰, سه‌شنبه

ملګرو ملتونو د سې شنبې په ورځ وویل چې په افغانستان کې روانو شخړو شاوخوا ۱۵۰ زره کسان د خپلو کورونو پریښودو ته اړ کړي. دغه سازمان همدا راز وايي چې د تیرکال په پرتله په بې ځایه شویو کسانو کې ۲۵ سلنه کموالی راغلی.

https://p.dw.com/p/2gJ6d
Flüchtlinge Afghanistan Heart Kabul
انځور: DW/S.Tanha

د ملګرو ملتونو د بشري چارو همغږې کوونکې ادارې یا «OCHA» په حواله په افغانستان کې تر اوسه پورې ټولټال ۱۴۶ زره او ۴۰۰ کسان د خپلو کورنو پریښودو ته اړ شوي او زیاتوي چې په دې سره دغه شمیر د ۲۰۱۶م کال همدې مودې په پرتله ۲۵ سلنه ټیټ شوی. د دې سازمان په رپوټ کې همدا راز راغلي چې تیر کال د جولای میاشتې تر نیمايي پورې د داخلي بې ځایه شویو کسانو شمیر ۱۹۶ زره او ۱۱۲ کسان وو.

دې سازمان همدا راز زیاته کړې چې د هیواد په ټولو برخو کې اجباري بې ځایه کیدل ثبت شوي او وايي چې دغه څه بیا د افغانستان په شمال کې ډیر پیښ شوي. رپوټ زیاتوي چې د افغانستان په شمال کې د ټولو بې ځایه شویو کسانو ۴۳ سلنه ثبت شوي دي.

د نا تائید شوو رپوټونو په حواله ښايي دغه شمیر نور هم لوړ شي، ځکه چې یوازې د تیرې اونۍ په ترڅ کې په شمالي کندز ولایت کې کابو ۱۴ زره تازه کسان بې ځایه شوي دي. رپوټ وړاندې وايي چې دغه کسان د کندز ولایت د مرکز په شاوخوا سیمو کې د افغان امنیتي ځواکونو او د یاغیانو ترمنځ د دوامدارې جګړې له امله د خپلو کورونو پریښودو ته اړ شوي.

د تیرکال په ترڅ کې له ۶۶۰ زره او ۶۰۰ څخه ډیر ملکي کسان د خپلو کورونو پریښودو ته اړ شول. د ۲۰۱۷م کال په پیل کې ملګرو ملتونو وویل چې د کال تر پایه پورې دغه سازمان د ۴۵۰ زره نورو تازه بې ځایه شویو کسانو وړاندوینه کوي.