1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ملګري ملتونه سوریې ته ۳۰۰ څارونکي لیږي

۱۳۹۱ اردیبهشت ۳, یکشنبه
https://p.dw.com/p/14jDy

د ملگرو ملتونو په امنيت شورا کي داسي پريکړه ليک تصويب سوی دئ، چي له مخي به ئې دغه سازمان يوه درې سه کسيزه څارونکې ډله سوريې ته لېږي. دغه پوځي څارونکي به د ځانګړي استازي کوفي عنان د اوربند د پلان څارنه وکړي. په دې ترڅ کي د امنیت شورا د سوریې له حکومت او اپوزیسیون څخه غوښتي دي چي سمدستي له زور زیاتي څخه لاس واخلي. په قرار داد کي پر دې هم ټينګار شوی دئ، چي په سوریه کي یو ډیموکراتیک څو ګوندي نظام باید جوړ سي، چي ټول وګړي پکښي مساوي حقونه ولري. د ملګرو ملتونو د لومړۍ ډلي د لیږدولو پریکړه پوره یوه اوونۍ د مخه شوې وه. دې څارونکو د شنبي په ورځ له حمص ښار څخه لیدنه وکړه. د اپوزیسیون د خبرونو په حواله حکومتي ځواکونو د مظاهرو په ټاټوبي حمص کې د څارونکو تر رارسیدو څو شیبي د مخه خپل بریدونه ودرول.