1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونه

په افغانستان او نړۍ کې د مخدرو توکو تولید ډیر شوی

۱۳۹۷ تیر ۶, چهارشنبه

د ملګرو ملتونو د مخدرو توکو او جرایمو ادارې د سه شنبې په ورځ په خپل کلني رپوټ کې ویلي دي چې په نړۍ کي د کوکاینو او تریاکو تولید زيات شوی دی. د دغو موادو ډیره برخه په کولمبیا او افغانستان کې تولیدیږي.

https://p.dw.com/p/30MaY
Schlafmohn
انځور: picture alliance/dpa/D.Ramik

په ۲۰۱۷ کال کې د ۲۰۱۶ کال په پرتله په نړیواله کچه د تریاکو تولید ۶۵ سلنه زيات شوی دی. دا د دې ادارې له خوا ثبت شوي تر ټولو لوړي شمیرې دي.

په افغانستان کې د بل هر هیواد په پرتله ډیر تریاک تولید شوي دي چې د ۲۰۱۶م کال په پرتله پکې ۸۷ سلنه زیاتوالی راغلی دی. په دې هیواد کې په ۲۰۱۷م کال کې ټول ټال ۹۰۰۰ ټنه تریاک تولید شوي دي.

د ملګرو ملتونو په رپوټ کې راغلي دي: «[په افغانستان کې د تریاکو د تولید د زیاتیدو تر شا] په لاملونو کې زیاته شوې سیاسي بې ثباتي، د حکومت نه کنترول او د اقتصادي چانسونو کمیدل شامل دي.»

په افغانستان کې هغه سیمې چې تریاک پکښې کرل کیږي ۳۷ سلنه زیاتي شوې دي. د ملګرو ملتونو د رپوټ په حواله اوس نو په ټوله نړۍ کې په ۴۲۰ زره هکتاره ځمکه کې تریاک کرل کیږي. د دغې سیمې درې پر څلورمه برخې په افغانستان کې ده.

په رپوټ کې دا هم راغلي دي چې په ۲۰۱۶م کال کې په نړیواله کچه تر بل هر وخت ډیر کوکايین تولید شوي دي. په دې کال کې ټول ټال ۱۴۱۰ ټنه کوکاین پروسس شوي چې دا د ۲۰۱۵م کال په پرتله ۲۵ سلنه زیاتوالي ښيي. په دې کال کې کولمبیا تر بل هر هیواد ډیر کوکايین پروسس کړې دي.

د رپوټ په حواله په نړیوال کچه د کوکايينو پاڼو د کرهڼې له پاره کارول کیدونکې ځکمه هم پراخه شوې او اوس ۲۱۳ زره هکټاره ته رسیږي چې ۶۹ سلنه یې په کولمبیا کې ده.