1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ملګري ملتونه: په خپله خوښه مهاجرتونه مثبته اغیزه لرلی شي

۱۳۹۶ بهمن ۹, دوشنبه

د ملگرو ملتونو عمومي منشي په ایتوپیا کي د افریقايي ټولني په غونډه کي وویل چي له افریقا څخه مهاجرت یو لوی چانس دی. انتونیو گوتریش په عین حال کي د دغه براعظم حکومتونو ته خبرداری هم ورکړ.

https://p.dw.com/p/2rh50
Äthiopien Addis Abeba Afrikanische Union Gipfel Guterres
انځور: Reuters/T. Negeri

د ملگرو ملتونو عمومي منشي انتونیو گوتریش، په خپله خوښه مهاجرتونو باندې ټینگار وکړ. هغه دغه خبره په ادیس آبابا، کي د افریقايي اتحادیې د څه نا څه ۴۰ غړو هیوادونو په سرمشریزه کي وکړه او زیاته یې کړه، چي «مهاجرت د اقتصادي ودي سبب گرځیدلای سي، د نابرابريو د راکمیدو سبب کیږي او مختلفي ټولني  سره تړي او تر منځ یې ارتباطات قایموي».

هغه همدارنگه وویل: «موږ اړ یو چې د قانوني مهاجرتونو څخه استفاده وروستي لوړ حد ته ورسوو او په عین حال کي له هغه څخه ناوړه استفاده له منځه یوسو او دمخکي له مخکي قضاوتونو مخه ونیسو.»

گوتریش د افریقايي هيوادونو له سیاسي رهبریو څخه هم وغوښتل چي په خپلو هیوادونو کي د ژوند ښه شرایط برابر کړي ترڅو بیا هم په زرهاوو ځوانان د دغه براعظم له فقر او لوږي څخه و نه تښتي.

د ملگرو ملتونو عمومي منشي په دې اړه هغو ډیرو افریقایانو ته اشاره وکړه چي په تیرو میاشتو کي ډیر وخت تر غیرانساني شرایطو لاندي لومړی لیبیا ته تللي او له هغه ځای څخه بیا هڅه کوي چي د مدیترانې له خطرناکو لارو څخه اروپا ته ځانونه ورسوي.

گوتریش وویل: «مهاجرت باید تل په خپله خوښه تر سره سي او نه د فقر او غربت څخه د تیښتي په خاطر.»

د افریقا نفوس دوه برابره کیږي

د آلمان د پرمختیايي چارو وزارت د اټکلونو پراساس به تر ۲۰۵۰م کال پوري د افریقا نفوس دوه برابره  او ۲،۴ میلیاردو انسانانو ته ورسیږي. همدااوس لا د کارپوهانو په حواله دغه براعظم د کال ۲۰ میلینو کارځایونو ته ضرورت لري خو په حقیقت کي اوس په دې سیمه کې ۶۰ سلنه انسانان بیکاره دي.

د مهاجرت د مهمو دلایلو له جملې څخه فقر، غربت، سیاسي بحرانونه او وسله والي شخړي دي. د ملگرو ملتونو د معلوماتو پر اساس اوس مهال په ټوله نړۍ کي څه نا څه ۶۵ میلیونه انسانان د تیښتي په حال کي دي. دا تر دویمي نړیوالي جګړې وروسته، د انسانانو د تیښتې تر ټولو لوړه کچه ده.

«د بندیزونو وخت رارسیدلئ دی»

د وسله والو نښتو په موضوع کي د افریقا د اتحادیې سرمشریزي په ځانګړې توګه جنوبي سوډان ته اشاره وکړه. په ۲۰۱۱م کال کي د تیلو دغه موړ هیواد له سوډان څخه خپلواکي واخیسته خو دوه کاله وروسته په کي کوړنۍ جګړه پیل سوه.

د دغي اتحادیې رییس موسی فاکي محمد، د سرمشریزه پر مهال ګواښ وکړ چي «د دې وخت رارسیدلی دی چې د هغه چا پر ضد بندیزونه وضع سي چي په جنوبي سوډان کي سوله او ثبات سبوتاژوي».

فاکي د «نه منلو وړ وحشتونه او بې معنی زورزیاتي» وغاندله. په دغه هیواد کي تر اوسه پوري په لس هاوو زره انسانان وژل سوي او څلور میلیونه نور مهاجر سوي دي. د جنوبي سوډان د استقلال اصلي غوښتونکي او لوی پیسه ورکونکي هیواد امريکا متحده ايالاتو، یو وار بیا پر دغه هیواد باندي د وسلو د بندیز غوښتنه وکړه.

زموږ له آرشیف څخه یو انځوریز البوم:(05.12.2017)