1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«په سوريه کي زهرجن ګاز کارول شوی»

نجیب الله زیارمل (آژانسونه)۱۳۹۲ شهریور ۲۶, سه‌شنبه

په سوريه کي د زهرجن گاز د استعمال خبره اوس د ملگرو ملتونو څېړونکو په رسمي توگه تایيد کړه. خو اوس هم یوه پوښتنه بې ځوابه پاته ده چي د اگست پر ۲۱ نیټه په سوريه کې کومې ډلې دغه وسلې کارولې وې.

https://p.dw.com/p/19ibU
انځور: Reuters

د ملگرو ملتونو عمومي منشي بان کي مون، په سوريه کې د زهرجن گاز د کاریدو په اړه وويل: «دا په ۲۱مه پېړۍ کي په ډله ييزه توگه د انسان وژني تر ټولو وحشتناک عمل دی. انسانان مکلف دي چي د دغه شان وسلو د کاریدو مخنيوی وکړي.»

د کيمياوي وسلو په برخه کي د ملگرو ملتونو څېړونکو په سوريه کي د زهرجن گاز د استعمال په اړه «ښکاره او قانع کوونکي» شواهيد پيدا کړي دي. د دغه سازمان په ۳۸ مخيز رپوټ کي راغلي دي چي د روان کال د اگست مياشتي پر ۲۱ نېټه دمشق ته نژدې زهرجن گاز له «مځکي څخه مځکي ته توغندي» په مرسته پر ملکي وگړيو باندي کارول سوی دی چي «په قربانیانو کې یې ډېر شمیر کوچنيان هم شامل ول».

«گاز تر ډير وخت پورې د مځکي پر سر ولاړ وو»

د ملگرو ملتونو د څېړونکي ډلې د رپوټ پر اساس دا چي د گاز د استعمال پر مهال دومره ډېر انسانان وژل سوي دي، يو سبب يې په سیمې کې د گاز کارولو له پاره مناسب اقلیمي شرایط وو. په رپوټ کي راغلي دي چي د شپې له دوو بجو څخه د سهار تر پنځو بجو پوري د هوا درجه هم را کښته سوې وه. دغه دروند گاز د مځکي پر سر باندي گرځېد او د ودانيو هغو کښته ځايونو ته هم ور ننوتې وو چي انسانانو پکښې ځانونه پټ کړي ول.

د سوريې حکومت او مخالفين ئې پر یو بل باندي په نړيواله کچه د ممنوع سویو وسلو د استعمال پړه اچوي. خو د ملگرو ملتونو د څېړونکو دنده دا وه چي يوازي وښيي چي په سوريه کې څه ډول کيمياوي وسلې استعمال سوي دي. د ملگرو ملتونو څیړونکي ډلي دا مسئولیت نه لاره چي وښيي په سوريه کې د ترسره شوي برید مسئولیت د چا پر غاړه دی.

د امريکا متحده ايالات او دغه راز د سوريې د حکومت مخالفين وايي چي د اگست مياشتي پر ۲۱ نېټه د زهرجن گاز په استعمال کي ۱۴۰۰ کسان وژل سوي دي. هغوی د دغه برید پړه د اسد پر ځواکونو باندې اچوي.

د ملگرو ملتونو د بشري حقونو شورا د څېړونکي کمېسیون رئيس سرگيو پينهيرو، د دوشنبې په ورځ وويل چي په سوريه کي د کيمياوي وسلو نزدې ۱۴ احتمالي بريدونه تر څېړونو لاندي نيول سوي دي.

له سختو عواقبو سره د مخامخیدو غوښتنه

د دوشنبي په ورځ فرانسي او بریتانیا د امنیت په شورا کي د داسي یوه قوي پریکړه لیک د تصویبیدو غوښتنه وکړه چي له مخي یې سوریه ژر تر ژره د خپلو کیمیاوي وسلو کنترول نړیوالې ټولنې ته سپاري.

په عین حال کي د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر جان کیري، له خپلو بریتانیاوي او فرانسوي سیالانو سره په یوه ګډ خبري کنفرانس کې وویل: «که اسد د کیمیاوي وسلو د کنترول د سپارلو په برخه کي همکاري و نه کړي نو د روسیې په ګډون موږ موافقه کړې ده چې دغه رژیم به له سختو عواقبو سره مخامخ شي.»

خو لا تر اوسه پوري هم د امنیت شورا غړي د سوریې رژیم د کیمیاوي وسلو په اړه پر یوه پریکړه لیک باندي سره موافقي ته نه دي رسیدلي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب