1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ملګري ملتونه: په پاکستان کي په ناورين پسي ناورين راروان دی

۱۳۸۹ مرداد ۱۸, دوشنبه

په پاکستان کې د ورستيو اورښتونو او سېلونو له کبله وضع تر هغه ډيره خرابه ده چي اټکل يې کېدی.

https://p.dw.com/p/OfoO
د سوات درې، په ميليونونو ګډوال څه وخت د مخه بيرته خپلو کلو او کورو ته ستانه شوي ول. خو يو وار بيا د ويجاړو کورونو او کلوخاوندان سول
د سوات درې، په ميليونونو ګډوال څه وخت د مخه بيرته خپلو کلو او کورو ته ستانه شوي ول. خو يو وار بيا د ويجاړو کورونو او کلوخاوندان سولانځور: ap

مرستندويان او هغه ژورنالستان چي سيلاب ځپلو سيمو ته يې سفر کړی دی د ډير خراب حالت څخه خبري کوي.

د پاکستان لپاره د ملګروملتونو ځانګړې استازې جان ماري ريپرټ وايي چي موږ اوس په پاکستان کي تر يوه ناورين وروسته چي د طالبانو او دولت تر منځ د جګړې له کبله ۳۰۰۰۰۰۰ انسانان کډي ته اړ سول اوس د يو بل ناورين سره مخامخ يو.

د سوات درې، په ميليونونو ګډوال څه وخت د مخه بيرته خپلو کلو او کورو ته ستانه شوي ول. خو يو وار بيا د ويجاړو کورونو او کلوخاوندان سول.

ددې سيلابونو د ورانکارۍ کچه په پاکستان کي د2005 ميلادي کال د زلزلې سره پرتله کيدای سي، چي 75 زره انسانانو خپل ژوند د لاسه پکښي ورکړی.

د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي د يوه آلماني تيلويزيون سره په مرکه کي وويل چي د اوبو د ډيروالي له کبله د مرستي کارونه ډير ستونزمن دي.

په سيلاب ځپلو منطقو کي اوس د مرستندويانو لپاره تر ټولو مهمه داده چي خلکو ته د ضرورت بنيادي شيان ورسوي.خو په اوبو کي راګير انسانانو ته رسيدل ګران کار دی.

د پاکستان په شمال لوېديځ کي چي د اوبو کچه پر کښته کېدو ول د نوو اورښتونو له کبله وضع لا پسې خرابه سوې. داپه داسي وخت کي ده چي سيلاب د پاکستان جنوبي سيمو ته ورسيدی.

دا خبره روښانه ده چې په پاکستان کې به د مرستندويه ټولنو او د ملګرو ملتونو کار تر اوږدې مودې دوام ولري.

Küstner, Kai/ برېښنا صابر

کتونکی: زيارمل