1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ملګري ملتونه ښایي بله میاشت د کارکوونکو معاشونه ور نه کړی شي

۱۳۹۸ مهر ۱۷, چهارشنبه

ملګري ملتونه د پیسو د کمښت له ستونزې سره مخامخ دي. د دغه سازمان عمومي منشي خبرداری ورکړی چې ښایي آن د خپلو کارکوونکو معاش هم ور نه کړل شي. د دې علت د غړو هیوادونو له لوري پر خپل وخت د خپلې ونډې نه ورکول دي.

https://p.dw.com/p/3QvXi
USA UN Hauptquartier in New York
انځور: Imago Images/UPI Photo/J. Angelillo

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګویترش، په نیویارک کې وویل چې دغه سازمان اوسمهال په تیره یوه لسیزه کې «د پیسو له تر ټولو خراب کړکیچ سره مخامخ دی».

هغه زیاته کړه چې دغه بنسټ نومبر میاشت ته د دې خطر له منلو سره داخلیږي چې د خپلو کارکوونکو د معاشونو له پاره دې پیسې و نه لري.

د ګویترش په خبره د دغه سازمان له ۱۹۳ غړو هیوادونو څخه ۱۲۹ یې د سږني کال له پاره خپله ونډه ورکړې ده. هغه پر نورو هیوادونو غږ کړی دی چې هر څومره ژره چې امکان ولري دا کار وکړي.

د سپما دریځ

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي په خبره د روان میلادي کال له پېل راهیسې دغه سازمان په هره لازمه برخه کې چې امکان یې وو پيسې سپمولي دي. که داسی نه وای نو د ملګرو ملتونو سږنۍ عمومي اسامبله به نه وای تر سره شوې. انتونیو ګویترش ویلي دي چې که چیرې د غړو هیوادونو له لوري پاتې پیسې ور نه کړل شي، نو باید نورې پیسې وسپمول شي. پر نورو سربیره باید کار کوونکي کم سفرونه وکړي. په احتمالي توګه کنفرانسونه او غونډې ځنډیدای شي.

Schweiz - UN-Generalsekretär in Genf
د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګویترشانځور: Reuters/D. Balibouse

د ملګرو ملتونو منظمه بودیجه د روانو دوو کلونو د دورې له پاره د رسمي معلوماتو له مخې شا او خوا ۵،۶ میلیارده ډالر ده. په دې کې تر ټولو زیاته ونډه د متحده ایالاتو ده چې ۲۲ سلنه کیږي. د ملګرو ملتونو سوله ایز ماموریتونه له یوه بل جلا صندوق څخه تمویلیږي.

اوسمهال د واشنګټن حکومت د ملګرو ملتونو د بودجې په برخه کې یو میلیارد ډالر او د سوله ایز ماموریتونو په برخه کې ۲،۴ میلیارده ډالر پوره وړی دی. د متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ، پر دې باندې سخت انتقاد کړی دی چې هیواد یې د ملګرو ملتونو په بودجه کې ډیره لوړه ناعادلانه ونډه لري. له دې کبله هغه د هر اړخیزو ریفورمونو د رامنځ ته کولو غوښتنه کړې وه.

sr/ms (dpa, rtr, ap)