1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«۸۷ زره د روهینګیا مسلمانې لږکي غړي بنګله دیش ته رسیدلي»

۱۳۹۶ شهریور ۱۳, دوشنبه

ملګرو ملتونو د دوشنبې په ورځ وویل چې په میانمار کې د اګست له ۲۵ نیټې راهیسې د تاوتریخوالي د نوې څپې د رامنځ کیدو وروسته ۸۷ زره د روهینګیا مسلمانې لږکي غړي بنګله دیش ته رسیدلي دي.

https://p.dw.com/p/2jJb8
Bangladesh, Flüchtlingskonflikt in Myanmar
انځور: Getty Images/R.Asad

په میانمار کې د تاوتریخوالي د وروستۍ څپې له پیلیدو راهیسې په لسګونو زره مسلمانان له دغه هیواد څخه تښتیدلي او ګاونډي هیواد بنګله دیش ته رسیدلي دي. د میانمار زیاتره اوسیدونکي بودایان دي. په بنګله کې د مهاجرو کمپونه چې له پخوا راهیسې ډیر ډک دي، تر فشار لاندې دي.

ملګرو ملتونو په یوه رپوټ کې ویلي دي چې نور ۲۰ زره بې کوره شوي کسان په رخین ولایت کې د میانمار او بنګله دیش پر پوله دغه هیواد ته د اوښتو له پاره انتظار باسي.

کابو لس ورځې مخکې د تاورتریخوالي د پيښو له پیل راهیسې، بنګله دیش پر خپله پوله کنترول سخت کړی دی. خو داسې بریښي چې په وروستیو ورځو کې د بنګله دیش سرحدي ساتونکي دغو مهاجرو ته د اوښتو اجازه ورکوي. ملګرو ملتونو بنګله دیش ته د تازه رارسیدولو روهینګیا مهاجرو له قوله رپوټ ورکړی دی چې دغه هیواد د هغوی د پر ورتګ کوم ممانعت نه دی شوی.

د رخین ایالت په وروسیتو پنځو کلونو کې د قومي او دیني تاوتریخوالي شاهد پاتې شوی دی، خو د تشدد وروستۍ پیښې تر ټولو خرابې یادې شوي دي. په دې ترڅ کې په لسګونو کسان د «نف» له سیند څخه چې کوچینو کښتیو په واسطه تیریدل په اوبو کې غرق شوي دي.

ډیر شمیر نوي رارسیدلي مهاجر پولې ته څیرمه په کمپونو کې ځای پر ځای کړل شوي دي چې لا تر مخه په کې د خلکو ګڼه ګوڼه ډیره ده. ملګرو ملتونو له ځایي اوسیدونکو سره په دې هڅه کې دی چې دغو خلکو ته مرستې برابرې کړل شي.

په ۲۰۱۲م کال کې په رخین ایالت کې بلوا پیل شوه. د هغې په پایله کې د روهنګیا مسلمان لږکیو ډیر شمیر غړي ووژل شول او نور په لسګونو زره کسان له خپلو کورونو بې ځایه شول چې اکثریت یې روهنګیا لږکي پورې تړاو لري.

د تاوتریخوالي وروستۍ پیښې هغه وخت پیل شوې چې د رپوټونو له مخې روهینګیا یاغیانو د پولیسو پر لیرې پرتو پوستو باندې یرغل وکړ، ۱۵ پرسونل یې ووژل او یو شمیر کلي یې وسوځول. د میانمار د پوځ په وینا له هغې راهیسې ۴۰۰ کسان وژل شوي دي چې ۳۷۰ تنه یې له روهنګیا یاغیانو سره تړاو لري.

د بشري حقونو سازمانونه تور پورې کوي چې د میانمار پولیس او اردو او همداشان بودایي خرابکاران په رخین ایالت کې د روهنګیانو عام قتل کړی دی.

آنګ سان سوچي، چې د سولې د نوبل جایزې ګټونکي هم ده، د روهنګیا لږکیو پر وړاندې د چلن په هکله د څه نه ویلو له کبله تر سختو نیوکو لاندې راغلې ده. هغې د تاوتریخوالي د وروستیو پیښو په هکله کومه بیانیه نه ده ورکړې.

ملاله یوسفزۍ چې هغې هم د سولې جایزه ګټلې ده په یوه بیانیه کې ویلي دي چې په تیرو څو کلونو کې يې په تکراري ډول دغه خواشینی چلن غندلی دی او له سان سوچي څخه هم د دغه کار هیله لري.

له بل پلوه دغه کړکیچ په ځانګړې توګه په سویلي ختیځه آسیا کې له مسلمان اکثریته هیوادونو سره د میانمار دیپلوماتیکي اړیکي له ګواښ سره مخامخ کړي. د اندونیزیا د بهرنیو چارو وزیر د دوشنبې په ورځ د میانمار د پوځ له مشر سره په نایپیداو کې لیدلي دي، څو پر حکومت باندې د دغه کړکیچ د ختمولو له پاره فشار راوړي.