1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ملگروملتو د افغانستان دپاره د لسګونو ملیونو ډالرو غوښتنه وکړه

۱۳۸۹ آذر ۱۵, دوشنبه

د ملګرو ملتونو بشري څانګي په افغانستان کي د خیريه بشري ماموریت دپاره د 678 ملیونه امریکایې ډالرو غوښتنه وکړه . د ملګرو ملتونو یوه پلاوي دغه غوښتنه په کابل کي د یوې خبري ناستي پر مهال وکړه

https://p.dw.com/p/QQQl
انځور: DW

په بشري چاروکي د ملګرو ملتونو د سرمنشي همکاري او د اضطراري حالاتو لپاره د دغه سازمان مرستیالي کاترین برګ وویل چي په افغانستان کي د بشري مرستو لپاره په 2011 کال کي څه کم اوه سوه ملیونه امریکایي ډالرو ته اړتیا ده چي نړیوال یې باید پوره کړي.

دې وویل چي په افغانستان کي د درامنځته سوو یو شمیر پرمختګونو سره سره لا هم د جګړو دوام په افغانستان کي ناورین رامنځ ته کړی چي د نړیوالي ټولني دوامدارو مرستو ته اړتیا لري.

کاترین زیاته کړه:

(( موږ هڅه کوو چي په افغانستان کي د بشري مرستو اجندا له سیمي څخه د اخیستل سوو سروې ګانو او مطالعاتوپه رڼا کي جوړه کړو او په هغه کي ټولو هغو خلکوته رسیدګي وسي چي مرستو ته اړتیا لري)).

په افغانستان کي د جګړې پر مهال د ولسي افغانانو مرګ ژوبلي په دغه ملک کي د بشر پالو ټولنو اندیښنې را پارولي دي.

په کابل کي د ملګرو ملتو سیاسي څانګه وایي چي په 2010 کال کي په مجموعي ډول تر اوسه پوري 2412 تنو ته مرګ ژوبله اوښتې چي دغه شمیره د تیر کال د همدغه مهال په مقايسه 14فيصده لوړ والی ښیي .

Hunger und steigende Lebensmittelpreise
انځور: picture-alliance/ dpa

د ملګرو ملتو داضطراري حالاتو د چارو مرستیالي دا هم وویل چي په افغانستان کي د جنګ جګړو د دوام سره سره بشري مرستو ته اړتیا ډیره لوړه پاته ده ،په خاصه ډول په هغو ليري پرتو کلیوالي سیمو کي چي استوګن یې بې وزلي دي.

رپوټونه ښیي چي د طبیعي ناورینونو او جنګ جګړو له کبله په ۲۰۱۱ کال کي اوه اعشاریه اته ملیونه افغانان د خوړو په برخه کي مرستو ته اړتیا لري .

دا په داسي حال کي ده چي د کورنیو چارو وزارت بیا په تیره اونۍ کي د رامنځته سوو شخړو له کبله د ملکي خلکو په مرګ ژوبله کي د کموالي خبره کوي .

د کورنیو چارود وزارت ویاند زمري بشري پرون په یوه خبري ناسته کي وویل چي

« په تيره اونۍ کي د ملکي وگړو په مرگ ژوبله کي چ۴۵ فيصده لږوالی راغلی دی چي په دغه وخت کي ۱۸ تنه ملکي کسان وژل سوي دي.

Bundeswehr ISAF Humanitäre Hilfe
انځور: AP

خو بشري دا هم وويل چي په تيره اونۍ کي په تروريستي بريدونو کي هم ۲۲ فيصده لږوالی راغلی دی او افغان امنيتي ځواکونو وکولای سوای چي ځاني تلفات مخالف لوري ته واړوي.

افغانستان د نړۍ په سطح د هغو هیوادو په قطار کي راځي چي بشري حالت پکښي ډیر خراب دی.

جنګونه او طبیعي ناورینونو هغه مسلې دي چي د افغانستان د ډیرو سیمو خلک یي له کړاونو سره مخامخ کړې دي.

بين امللي ټولني که څه هم د طالبانو د حکومت تر پرزیدو وروسته د افغانستان سره د زرګونو ملیونو ډالرو مرسته کړې ده، خو لا هم ډيری افغانان د خپل ملک سره سوي دغه مرستي کافي نه بولي .

ميرويس جلال زی

کتونکی : محمد قاسم نوري