1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ملگرو ملتونو د اقلیم د بدلون په اړه گواښ وکړ

مسعود جهش (دویچه ویله)۱۳۹۳ آبان ۱۲, دوشنبه

د حکومتونو استازي او کارپوهان په تیره اوونې کی په په کوپنهاگن کی سره راټول شوي وو ترڅو د نړۍ د اقلیم د وضعیت په اړه یو رپوټ ومني. په رپوټ کې د یوه ډیر بد وضعیت د مخنیوي له پاره پر پیړنیو اقداماتو ټینگار شوی.

https://p.dw.com/p/1Dg8I
Symbolbild Klimaschutz Wetterveränderung
انځور: Daniel Loretto - Fotolia.com

د اقلیم بدلون کولای شي چې پر انسانانو او نورو ژوندیو موجوداتو باندې سخته، پراخه او نه راگرځیدونکې اغیزه ولري. خو اوس هم د دغه وضعیت د مخنیوي امکانات او وخت شته. د دغه وضعیت مخه د گلخانه یي گازونو د تولید د کمولو له لارې نیول کیدای شي.

دا د ملگرو ملتونو د اقلیم د بدلون له پاره د دولتونو د پنل یا (IPCC) له خوا د جوړ شوي رپوټ اصلي پیام دی. دغه رپوټ تر یوې اونۍ نړیوال بحث او څیړنې وروسته د نویمبر میاشتې پر دویمه نیټه خپور شو.

په دې رپوټ کې کوم نوي معلومات نه دي رغلي خو د رپوټ لهجه د چاپيريال ساتنې پر مسلې باندې ډیر ټينگار کوي. دغه رپوټ په حقيقت کې هغه معلومات راټول کړي چې په تیرو دریو راپورونو کی راغلي وو. په رپوټ کې د اقلیم د بدلون علمي بڼه او شواهد څیړل شوي، د هغه پر اغیزو تمرکز شوی او پر هغو وړاندیزونو ټینگار شوی دی چې له مخې یې کیدای شي د اقلیم د بدلون مخه ونیول شي.

د رپوټ د منلو په غونډه کې له ۱۰۰ څخه د زیاتو هیوادونو استازو او ساینس پوهانو گډون کړی وو ترڅو رپوټ د خپریدو له پاره چمتو کړي او د پالیسي جوړونکو له پاره د هغه یوه لنډه بڼه هم برابره کړي. د رپوټ دغه لنډه بڼه به په دسمبر میاشت کې په پیرو کې د ملگرو ملتونو له خوا د اقلیم په اړه جوړیدونکي کنفرانس کې بیلابیلو هیوادونو ته وسپارل شي.

بیړني کار ته اړتیا

د ملگرو ملتونو د اقلیم د بدلون له پاره د دولتونو پنل په دې کې هيڅ شک نه را منځ ته کوي چې ځمکه د توتیدو په حال کې ده او لامل يې هم پخپله انسانان دي. پر دې خبرې باندې هم ټینگار کیږي چې وضعیت لا همدا اوس خطرناکه دی او کیدای شي چې دغه وضعیت د راگرځولو وړ نه وي.

دغه رپوټ دا په ډاگه کوي چې د مضره گازونو خپریدل باید په ډیر عاجل ټوگه کم کړل شي ترڅو د ځمکې توتیدل تر دوه سانتیگرادو ټیټه وساتل شي او د یوه ډیر خراب وضعیت د رامنځ ته کیدو مخه ونیول شي. د اقلیم د بدلون له کبله په احتمالي رامنځ ته کیدونکو ناوړه عواقبو کې د هوا ډیر بد وضعیت، د سمندرونو د اوبو د سطحې لوړیدل، د تودوخې د پیاوړو څپو رامنځ ته کیدل، د سیلابونو او وچکالیو راتلل شامل دي.

په روپوټ کې همدا راز راغلي دي چې د اقلیم بدلون کیدای شي چې په راتلونکې کې د جگړو او کډوالو د ناورین لامل شي. پر دې سربیره د اقلیم بدلون د خوراکي موادو پر تولید باندې هم ناوړه اغیزه کولای شي. په رپوټ کې راغلي دي: «که د گلخانه یې گازونو په تولید کې بدلون را نه شي، نو د اقلیم بدلون کیدای شي چې د ۲۱مې پیړۍ تر پایه پورې ډیر زیات گواښ رامنځ ته کړي.»

رپوټ روښانه کړې ده چې که وضعیت بدل نه شي نو د پیړۍ تر نیمايي پورې به د نړۍ تودوخه په اوسط ډول دوه درجې لوړه شي. په دې ترتیب سره نو د روانې پیړۍ تر پایه پورې د ځمکې تودوخه څلور درجې لوړیدای شي.

د رپوټ تر خپریدو مخکې د حکومتونو استازو د هغې هر کرښه ولوسته او هغه یې تایید کړه. په دې بهیر کې هیوادونو له ۲۰۰۰ څخه ډیر نظرونه ورکړي وو. اصلي هدف دا وو چې رپوټ داسې یوه بڼه غوره کړي چې د پالیسي جوړونکو له پاره د پوهیدو وړ وي.

د پپرو د چاپيريال ساتنې کنفرانس باید د يوی الزامي موافقې له پاره لاره هواره کړي چې په ۲۰۱۵ کال کې په پاریس کې ورباندې د وروستي ځل له پاره خبري کیږي. په پام کې ده چې دغه موافقه د «کويتو د پروتوکول» ځای ونیسي. خو د اقلیم په اړه د ملگرو ملتونو د وروستي رپوټ لهجه ښيي چې په مخ کې پرته لاره اسانه نه ده.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب