1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ملگرو ملتونو د سوریې ملکي وژنې وغندلې

۱۳۹۱ خرداد ۷, یکشنبه
https://p.dw.com/p/153AL

د ملگرو ملتونو سرمنشي بان کيمون، او سوريې ته د ملگرو ملتونو ځانگړي استازي کوفي عنان، په دغه هیواد کې د ملکي وگړو وروستۍ وژنې غندلي دي. بان کيمون ويلي دي چي د سوريې حکومت خپله وعده چي په ښارونو کي به د درنو وسلو او تاوتریخوالي څخه کار نه اخلي، ماته کړې ده او نړیوال قوانين يې تر پښو لاندې کړي دي.