1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ملگرو ملتونو په افغانستان کې د اوربند غوښتنه کړې

۱۳۹۹ شهریور ۲۶, چهارشنبه

د امنيت شورا د سه شنبې په ورځ د يوه پريکړه ليک په تصويبولو سره د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د خبرو اترو هرکلی کړی. په دې پريکړه ليک کې پر دايمي اوربند او د شخړې سياسي حل ته پر رسېدو باندې ټينگار شوی.

https://p.dw.com/p/3iXPi
UN-Sicherheitsrat New York 2016 | Waffenembargo Libyen
انځور: Imago Images/Xinhua

د امنيت شورا دا پريکړه ليک چې په افغانستان کې یې د ملگرو ملتونو سياسي ماموريت هم د راتلونکي ميلادي کال تر سپتمبر مياشتې پورې غځولی، په يوه خوله ومنل شو.  په دې پريکړه ليک کې له ښکيلو اړخونو څخه په کلکه غوښتنه شوې چې «د باور جوړنې اقداماتو تعقيب ته ادامه ورکړي چې د تاوتريخوالي کمول هم پکې شامل دي».

په ملگرو ملتونو د آلمان استازي کرستوف هويسگن چې د اندونيزيا هېواد له استازي سره یې په گډه د پريکړه ليک متن وړاندې کړې وو، د قطر دغه مذاکرات «يوه داسې لويه لاسته راوړنه وبلله چې له کالونو راهيسې یې انتظار کيده».

نوموړي زياته کړه: «دا په یقین سره د افغانانو په لاس کې ده چې د خپل هېواد د راتلونکي مسیر وټاکي.»

هغه په عین حال کې ټينگار وکړ چې «تاوتريخوالی بايد همدا اوس ورديږي» او «باید دوامداره اوربند رامنځته شي».

هیوسگن وويل چې په يوه خوله د پريکړه ليک تصويب وښووله چې نړيوال له دې مذاکراتو څخه ملاتړ کوي او ټينگار یې وکړ چې ملگري ملتونه او د افغانستان سيمه ايز او نړيوال شریکان به «د سولې د پروسې د پرمختگ له پاره مرسته وکړي».

اړونده موضوغ:پمپیو: د افغانستان د سولې خبرې ښايي جنجالي وي

په اصطلاح دا «بين الافغاني» خبرې اترې چې انتطار کیږي د افغانستان د راتلونکي له پاره يوه تگلاره وټاکي، د شنبې په ورځ د قطر په پلازمينه دوحه کې پېل شوې. اټکل کيږي چې دا خبرې اترې به اوږدې او پيچلې وي ځکه چې دواړه خواوې به د جگړو پر درولو او د ښځو د حقونو په شمول پر يو شمير نورو مهمو موضوگانو بحثونه کوي. د خبرو اترو د اجنډا لومړی ټکی به ښايي يو دايمي او هر اړخيز اوربند وي.

د ملگرو ملتونو امنيت شورا د سولې په خبرو اترو کې د ځوانانو او ښځو د شاملولو غږ کړی او ټینگار یې کړی چې «هغه اقتصادي، سياسي او ټولنیز پرمختگ چې په دې تیرو ۱۹ کلونو کې شوی دی چې په هغه کې د بشري حقونو برخه، په ځانگړي توگه د ښځو، ماشومانو او اقليتونو حقونه شامل دي، بايد وساتل او لا تقويه شي».

شورا همدا راز په افغانستان کې د تاوتريخوالي د لوړې کچې په اړه او په ځانګړې توګه د ملکي تلفاتو په اړه هم «ژوره انديښنه» څرگنده کړې ده. په پريکړه ليک کې «په کلکله لهجه» ټول وسله وال فعاليتونه غندل شوي او ټینگار شوی چې دا اطمنان بايد ترلاسه شي چې د افغانستان له خاورې څخه د داعش او القاعده په څېر «ترهگریزو سازمانونو» ته د نورو هېوادونو پر ضد د فعاليتونو اجازه ور نه کړل شي.

د ملگرو ملتونو د امنيت شورا همدا راز ټینگار وکړ چې «په افغانستان کې د سولې او ثبات په وده کې به خپل مهم نقش» ته ادامه ورکړي. د دې شورا له خوا زياته شوې چې په افغانستان کی به یې سياسي دفتر (يوناما) د غوښتنې په صورت کې، په دوحه کې له روانو مذاکراتو څخه حمايت وکړي. يوناما همدا شان په افغانستان کې په راتلونکي کې د شفافو، د باور وړ او ټول شموله ټاکنو کې مرستې ته چمتو ده.